د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استن سره لیدلي دي.
ارګ وايي دا ملاقات د یکشنبې په ماسپښن مارچ ۲۱ (وری۱) په ارګ کې وشو. وايي دواړو لوریو د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه وښوده.
د ارګ اعلامیه وايي: « دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.»
د اعلامیې په اساس ښاغلي غني ویلي دي چې «په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه بشپړه استفاده وکړو.»
د امریکا د دفاع وزیر لوید ښاغلی آستن په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل ټویټر کې لیکلي چې ولسمشر غني له ښاغلي استن سره ملاقات کړی دی.
ولسمشر نن دامریکا ددفاع وزیر اسټن سره ملاقات وکړ
— Dawa khan Menapal (@menapal1) March 21, 2021
لوید آستن کابل ته تر سفر مخکې له هندي چارواکو سره د لیدنې لپاره نوي ډیلي ته تللی و.
اسوشیتډپرس وایي ښاغلی آستن داسې مهال کابل ته تللی چې په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو د مودې په اړه بحثونه خورا ګرم شوي دي.
په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر او د امریکا سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا دفاع وزیر پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې ټاکل شوې تر مۍ میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.
تیره اونۍ امریکايي رسنۍ راپور ورکړ چې جوبایډن تر نومبر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو په پاتې کېدو باندې فکر کوي.
د معلوماتو په اساس دا مهاله په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري.