د ننګرهار پوهنتون ۲۴ محصلین په بند محکوم شول

تیرکال د ننګرهار پوهنتون یو شمیر محصلینو د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ملاتړ دغه پوهنتون سره نږدې لاریون کړی وو.

څه موده وړاندې د ننګرهار په پوهنتون کې محصلینو د بدل اعاشې د نه ورکړې په غبرګون لاریون کړی و،چې ځینو محصلینو پکې د د داعش او طالبانو پر پلوۍ شعارونه ورکړل او د دغو ډلو بېرغونه یې پورته کړل چې وروسته حکومت په دغه مسله کې ۳۱ محلین ونیول

د دغه ولایت د مطبوعاتي فتر د وینا له مخې دغه علني محاکمه داستناف محکمې درییس قضاوتمند عبد الولي قاضي زاده په مشرۍ تېر مازیګر ناوخته تر سره شوې ده.

په نیول شویو محصلینو کې يوویشت یې د دولت ضد تبلیغاتو په تور د اساسي قانون د اومې مادې او د جزا قانون د يوسلو څلورڅلوېښتمې مادې پربنسټ هر يو تن په پنځه پنځه مياشتو تنفذي بند مکحوم شول ، چې د بند موده يې د نيول کيدوڅخه حسابيږي.

په دغه علني جلسه کې يو کس د حزب تحرير سره د تړوا په تور د تروريستي جرمونو د قانون د نولسمې مادې پربنسټ په دوه کاله تنفيذي بند محکوم شو.

همدا راز یو بل محصل د دولت ضد تبلیغاتو په تړاو د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرمونو د قانون د اومې مادې پر بنسټ او د جزا د قانون د يو سلو څلور څلوېښتمې مادې په رعياتولو سره په درې مياشتواو شل ورځو تنفيذي بند او بل تن يې د دولت ضد تبلیغاتو په تړوا د ترلاسه شوو اسنادو او د کورني او بهرني امينت پر وړاندې ذ جرمونو د قانون د اومې مادې پر بنسټ او د جزا د قانون د يو سلو څلور څلوېښتمې مادې په پام کې نيولو سره په يوکال او شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم شول،چې د دواړو د بند موده د نيول کېدو له مودې پيل کېږي.

همدارنګه نور اوه تنه يې ملي بېرغ ته د سپکاوي او د دولت وسله والو مخالفينو سره د غړيتوب د تړاو په تور د اسنادو د نه لرلو له امله د اساسي قانون د پنځه ويشتمې مادې او د جزا د قانون د څلورمې مادې پربنسټ برات شول ، خو د دولت ضد تبلیغاتو په تړاو د کورني اوبهرني امنيت د اومې مادې او د جزا د قانون د يوسلو څلورڅلوېښتمې مادې پربنسټ هر يو يې په پنځو پنځو مياشتو تنفيذي بندمحکوم شول .

د علني جلسې قضايي پلاوي وويل په نيول شوو کسانو کې يو شمېر يې عدلي تعقيب ته هم ورپيژندل شوي.

دعلني جلسې قضايي پلاوي وويل د نيول شوو کسانو په اړوند شوې پرېکړې نهايي نه دي کولای شي هغوی بلې محکمې ته هم مراجعه وکړي.