تخار کې د پاڅونوالو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په تخار کې امنیتي سرچیني وايي، د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط نن چهارشنبه مې۲۰ (غوايي۳۱) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تیره شپه د یادې ولسوالۍ په لاله ګذر او جرګذر سیمو کې رامنځته شوې ده او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه سرچینه وايي چې وژل شوي او ټپي پاڅونوال د ملک تاتار اړوند کسان دي.

پر همدې مهال د تخار والي ویاند جواد هجري هم نن چهارشنبه له امریکا غږ سره خبرو کې نښته تائید کړه، خو په دغه نښته کې د رامنځته شوي مرګ ژوبلې په اړه ناخبري وښودله.

هغه وویل: "زه تاسو ته یوازي دومره ویلی شم چې نښته تیره شپه رامنځته شوې ده، طالبان پر شا تمبول شوي دي، کمکي سرتیري سیمې ته رسېدلي دي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې تیرې دوشنبې په ورځ هم د دغه ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ هم کې له طالبانو سره نښته کې د ملک تاتار اړوند ۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په وینا پرون سې شنبه د تخار ګاوند ګندز ولایت کې هم د طالبانو بریدونه پر شاتمبول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې په کندز کې ۵۰ وسله وال طالبان او شپږ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

خو طالبانو بیا ویلي چې د کندز په جګړه کې یوازې پنځه وسله وال وژل شوي د ي.