کروناویروس؛ کابل کې د ګرځبندیز شرایط لاپسې سخت شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره په کابل کې د ګرځ بندیز شرایط لاپسې سخت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین وویل چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ګرځبندیز عملي کولو لپاره د ګزمو په ۴۰۰ موټرو کې ۱۶۰۰ پولیس ګومارل شوي دي.

هغه په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي ته په اشارې وویل: "کوم تحلیل چې موږ لرو نو د سختو ورځو په لور روان یو. موږ تمه لرو چې په لومړي ګام کې په کابل کې او په هغو ولایتونو کې چې په ګرځېدو بندیز لګېدلی هېوادوال دا موضوع ډېره جدي وګڼي".

د هغه په وینا د جمهوري ریاست مامورین، د امنیتي بنسټونو منسوبین، وزیران او د وزارتونو مرستیالان، د مالیې، روغتیا، کډوالو او مخابراتو وزارتونو، بانکونو، د هوايي او مخابراتي شرکتونو، ښاروالۍ، خیریه موسسو، د هواپېژندې ادارې او د رسنیو کارکوونکي له ګرځ‌بندیز څخه مستثنا دي.

تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل پولیسو ته امر وکړ ترڅو ټول هغه کسان په ځانګړي ډول دولتي مامورین چې د ګرځبندیز له شرایطو څخه سرغړونه کوي بندي کړي.

ښاغلي اندرابي دغه راز د کابل ښار ته د ټولو غځېدلې لویو لارو د تړلو امر کړی دی.

د پولیسو لپاره روغتیايي تدابیر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه راز د روغتیا وزارت سره په همغږۍ د پولیسو په لیکو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره جدي وقایوي تدابیر نیولي دي.

طارق آرین د دغو تدابیرو په اړه وویل: "زموږ د قطعاتو او جزتامونو په کچه وقایوي کڅوړې ویشل شوي دي، په هغو ځایونو کې چې پولیس اوسېږي پر وخت درمل شیندنه کېږي".

د هغه پر وینا د پولیسو ټولو منسوبینو ته د کروناویروس په اړه پوهاوی ورکړل شوی او د پولیسو د خوړو په خونو کې هم وقایوي تدابیر نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په کابل کې د ګرځبندیز د سختولو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د کروناویروس ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده.

د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې تر اوسه په افغانستان کې ۴۲۳ تنه په کروناویروس ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې ۱۴ تنه مړه شوي او ۲۰تنه نور بېرته روغ شوي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو په اساس دغې ناروغۍ د سې شنبې تر ورځې (اپریل اومه - وري ۱۹) پورې ۷۵۹۴۴ کسان مړه کړي او تر یو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس تر اوسه د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی.