'هره ورځ تر اته میلیون ډالرو د افغانستان عواید ضایع کېږي'

د افغانستان د مالیې وزارت تائیدوي چې په ګمرکونو کې د پراخ فساد او مداخلو له امله هره ورځ تر اته میلیون ډالره د افغانستان عواید ضایع کېږي.

د دغه وزارت سرپرست محمدخالد پاینده د چهارشنبې په ورځ د مې ۱۹ (غوايي ۲۹) د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د ګمرکونو د یو شمیر چارواکو او مامورینو په ګډون د ځینو ولایتونو والیان او نور دولتي چارواکي د افغانستان د عوایدو په ضایع کولو کې لاس لري.

ښاغلي پاینده وویل: "زما اټکل دا دی چې له عوایدو څخه اوه تر اته میلیون ډالره چې باید راټول شي نه راټولېږي، دا ولې نه راټولېږي څو ډېر عمده لاملونه لري، یو له کمیشن‌کارانو سره د ګمرکونو د کارکوونکو همکاري ده او له هغو کسانو سره چې په ولایتونو کې په مختلفو رتبو کې کار کوي په خواشینۍ سره په ځینو ولایتونو کې والیان، امنیه قوماندانان، کمیسیاران او د هر چا چې زور رسېږي...یعنې دا ضایعات چې کېږي یوازې د ګمرک کار نه دی په خواشینۍ سره مختلف لاسونه په کې دخیل دي".

له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د ځوانانو د عالي شورا پرانیستې غونډې ته ویلي وو چې د افغانستان لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي.

ښاغلي غني له ځوانانو وغوښتل چې د عوایدو د غلا د مخنیوي لپاره د مالیې له وزارت سره خپلې طرحې شریکې کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې تراوسه په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ګمرکونو شپږ لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

هغه وویل چې په نورو ولایتونو کې به هم د څارنو او پلټونو وروسته مفسد کسان له ګمرکونو څخه ګوښه کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې په روان مالي کال کې له ګمرکونو څخه د ۱۰۱ میلیارده افغانۍ راټولولو هدف ټاکل شوی خو تراوسه ۳۹ میلیارده افغانۍ راټولې شوې دي.

هغه دغه راز وویل چې افغانستان تر اوسه د مالیې راټولو له لارې۳۱ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

افغانستان په روان مالي کال کې له خپلو عایداتي سرچینو څخه د ۲۱۶ میلیارده افغانیو د عواید راټولو هدف ټاکلی دی.

د مالیې وزارت په ۱۳۹۹ کې د ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عوایدو راټولولو هدف ټاکلی و خو په دغه کال کې د کرونا وبا له امله د ۱۷۴ میلیارده افغانیو په راټولولو بریالی شو.