د تایلنډ ١٣ لوبغاړي ٩ ورځې وروسته په یو سمڅې کې ژوندې وموندل شول

په تایلنډ کې د فټبال ١٢ تنه تنکي لوبغاړي او د هغوي روزونکی د نهه ورځو د لادرکۍ نه وروسته په یوه سمڅې کې ژوندي موندل شویدي. ژغورنکې عمله کوښښونه کوي چې دغه ټول کسان وژغوري.

چارواکي وایي چې دغه ١٣ تنه په یو سمڅې کې څلورکیلومیتره لیرې په یوه لوړه سټه ناست دي. صحت یې ښه دی او د انرجۍ لپاره یې ورته دوایي استولې ده.

د تایلنډ د چینگ رایکی صوبې گورنر نروگسک اوستناکارن د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه لادرکه ماشومان یې د دوشنبې په ماښام موندلې دي. دغه ١٣ تنه په داسې سمڅې کې بند پراته دي چې د سیلاب د اوبو نه ډک شویدی.

د فټبال دغه لوبغاړي ماشومان او د هغوي روزونکی لس ورځې مخکې لادرکه شوې و او تایلنډ د هغوي د ژغورولو لپاره د ژغورنې د نړیوالو ټولنو نه مرسته غوښتې وه.

هغه لمبوزن ژغورنکی چې ماشو مان یې په دغه اوږد او خطرناکه سمڅې کې راپیدا کړیدي، یوه ویډیو یې استولې ده چې پکې دغه ماشومان په ځمکه ناست لیدل کیږي.

ژغورونکی په ویډیو کې د دغو ماشومانو نه په لوړ غږ پوښتنه کوي چې "تاسو څومره کسان یئ"، هغوي وایي ١٣ کسان، ژغورونکی وایي چې "ډیر ښه".

د دغو ماشومانو کورنۍ د لسو ورځو نه هغه ځاې ته راغلې دي چې د کوم ځای نه دغه ماشومان لادرکه شوې و، د ماشومانو د موندل کیدو د خبر نه وروسته یې یو بل ته مبارکۍ ویلی او خوشحالۍ یې کولی.

په سمڅي کې د موجودو ماشومانو سن د ١١ نه واخله د ١٦ کلونو پورې دی.

د تایلنډ حکومتي چارواکي وایي چې د دغو ١٣ کسانو د روغ رمټ راویستلو لپاره هڅې کوي او د سمڅې د سر نه د اوبو د لیرې کولو هڅې په ډیرې تیزۍ جاري دي.