میدان وردک کې اعتراض‌کوونکو د والي دفتر وتړه

په میدان ورک ولایت کې نن سهار یو شمیر اعتراض‌کوونکو د والي د دفتر دروازه وتړله او د دغه ولایت د ښاروال په ګومارنه کې یې د شفافیت، د ټولو قومونو سیاسي ګډون او د متوازن انکشاف غوښتنه یې وکړه.

دغو اعتراض‌کوونکو ویلي، چې په رسمي مکتوبونو کې باید د "میدان وردک" نوم ولیکل وشي، د حکومتي کارکوونکو په استخدام کې شفافیت رامنځ ته شي او همداشان د دغه ولایت پوهنتون د میدان درې له سیمې څخه میدان ښار ته ولیږدول شي.

د میدان وردک د ولایتي شورا غړي احمد جعفري په دې اړه امریکا غږ – آشنا ته وویل "اعتراض‌کوونکو د یو کانتینر په ایښودلو سره، د دغه ولایت د والي د دفتر دروازه تړلې".

اعتراض‌کوونکو دغه راز، د میدان وردک ولایت لپاره د ښاروال په توګه د ظریفې غفاري د ګومارنې پروسه غیر شفافه بللې او ویلي یې دي، چې په د ښاروال د ګومارنې په آزموینه کې دوو کسانو له آغلې غفاري څخه زیاتې نمبرې ترلاسه کړې دي.

ظریفه غفاري تیره اونۍ د میدان وردک د ښاروال په توګه وګومارل شوه او ټاکل شوې وه، چې نن د سیمه‌ییزو چارواکو له خوا رسماً د دغه ولایت د ښاروال په توګه معرفي شوي. خو د اعتراض‌کوونکو له خوا د میدان وردک د والي دفتر په تړلو سره د نوموړې د معرفي مراسم وځنډول شول.

آغلې غفاري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د میدان وردک ولایت چارواکي وايي، چې له اعتراض‌کوونکو سره یې مذاکره پیل کړې او د هغوی غوښتنې به مرکزي حکومت سره شریکې کړي.

د میدان وردک والي محمدعارف شاه جهان امریکا غږ – آشنا ته وویل "د معترضینو غوښتنې په سیاسي چارو کې ګډون، ټولنیز عدالت او په سوله‌ییزه توګه د نورو خلکو ترڅنګ ژوند کول دي، چې موږ دا له مرکزي حکومت سره همغږي کوو، ترڅو د اعتراض‌کوونکو غوښتنو ته پام وشي".

اعتراض‌کوونکو ټینګار کړی، ترڅو چې غوښتنې یې منل شوې نه وي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.