اتریش کې احمد مسعود او د طالبانو لس ګونو نورو سیاسي مخالفینو غونډه کړې

د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو لس ګونو سیاسي مخالینو د اتریش په پایتخت ویانا کې نن پنجشنبه سپټمبر ۱۵ (وږي۲۴) غونډه کړې چې د افغانستان په راتلونکي او طالبانو سره د مقاومت په لارو چارو وغږیږي.

ټاکل شوې چې دا غونډه به درې ورځې دوام ولري.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په ټویټر کې لیکلي چې دا غونډه په اتریش کې یو خصوصي انسټیټیوټ د "بین الافغاني کنفرانس: د افغانستان د راتلونکې لپاره پیوستون او همغږۍ" تر عنوان لاندې جوړه کړې.

ښاغلي نظري لیکلي، " دا د طالبانو د مخالفینو لپاره لومړنی فرصت دی چې یو ځای شي او د یو سوله ایز او دموکراتیک افغانستان لپاره د حال په لارو چارو وغږیږي".

دا غونډه د مطبوعاتو د حضور پرته جوړه شوې خو ښاغلي نظري زیاته کړه چې ټاکل شوې سبا پدې هکله یو خبري کنفرانس جوړ شي چې په غونډې کې د موضوعاتو په هکله به پکې خبرې وشي.

تیره میاشت یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د افغان حکومت پخوانیو چارواکو په یوه انلاین غونډه کې د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» منشور په ۱۸ مخونو او ۷۱ مادو کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کلنۍ په درشل کې اعلان کړ.

په دې سند کې "د ډله ییزې ارادې پر بنسټ د نظام او دولت په رامنځته کولو سره د خلکو د بیرته واکمن کولو لپاره په شفافو او عادلانه ټاکنو" ټینګار شوی. د دغه منشور په بله برخه کې «د غیر متمرکز پارلماني اسلامي جمهوري نظام پر ټینګښت باندې چې په هغه کې اسلامي جمهوریت او ډموکراسي په پارلماني نظام کې نوره هم ژوره شي» ټینګار شوی دی.

طالبانو تر اوسه په اتریش کې د روانې غونډې په هکله څه ندي ویلي.

سره له دې چې تر اوسه کومې رسمې ادارې په غونډې کې د ګډون والو لیست ندی خپور کړی خو ځیني عکسونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، احمد مسعود، فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، رنګین دادفر سپنتا او ځینې نور مهم افغان سیاستوال ښيي چې د غونډې تالار ته ننوځي.

دا غونډه داسې مهال جوړیږي چې د مقاومت جبهه ادعا کوي طالبانو د پنجشیر په درې کې د دې جبهې اسیران د محکمې له حکم پرته وژلي خو طالبانو دا ادعاوې رد کړیدي.