اکثریت امریکايان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي- سروې

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ عسکر لري.

په یوې تازه سروې کې چې د ایرو ایشیا ډلې بنسټ کړې، معلومه شوې چې اکثریت امریکایان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

په سروې کې اکثریت ځوانو امریکایانو ویلي چې په بهرنیو جګړو کې د امریکا د ښکیلتیا نه ستړې شوي او د کانګرس نه غواړي چې نظامي لګښت کم کړي.

پدې سروې کې ۶۳ په سلو کې د جمهوري غوښتونکي د ګوند د کاندید او برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او ۶۱ په سلو کې د دیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن پلویانو د سولې د خبرو ننګه کړې ده.

د سروې د معلوماتو پر اساس د هغو امریکایانو شمیر هم د تیر کال په پرتله کم شوي چې ویل یې امریکایي ځواکونه دې تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي تر څو یې ټول دښمنان له منځه نه وي وړي.

تیر کال ۳۰ په سلو کې امریکایانو ویلي وي وو چې امریکایي ځواکونه دې د وروستي دښمن تر ماتې په افغانستان کې پاتې وي خو سږکال دغه شمیر ۲۵ فیصدو ته راټیټ شوی.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰۰ عسکر لري خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو سره د خبرو د پیل نه وړاندې ویلي وو پلان دا دی چې د ۲۰۲۱ کال د پسرلي پورې ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه وایستل شي.

خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې په افغانستان کې د هیڅ امریکایي عسکر نه پاتې کیدل پدې پورې اړه لري چې طالبان د سولې په موافقې کې څومره پخپلو ژمنو دریږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي هم د همدې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د مني تر پایه به شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیمورکرت ګوند کاندید جوبایډن هم د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو ملاتړ کوي خو وایي د دفاع وزارت یا پنټګان نه غواړي چې د جګړې د پای ته رسیدو نه وروسته په افغانستان کې د تروریزم سره د مبارزې لپاره کم شمیر عسکر هلته پریږدي.