ملالې یوسفزۍ د کابل او ننګرهار مرګونې بریدونه غندلي

ملاله یوسفزۍ

د نجونو لپاره د تعلیم د حقوقو مدافع او ملګرو ملتونو د سولې سفیرې پاکستانۍ ملالۍیوسفزۍ په کابل او ننګرهار کې پروني خونړي بریدونه غندلي دي.

اغلې ملالې نن چهارشنبه مۍ ۱۳ (غوايي۲۴) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د کابل په پروني برید کې د ښځو او ماشومانو وژل کېدو خواشینې کړې ده.

نوموړې وايي، د کروناویروس پرمهال د اوربند ټینګېدو په اړه د ملګرو ملتونو د غوښتنې ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړې: "د افغانستان په کابل او ننګرهار کښې د ترهه ګرۍ وحشیانه حملو او پکې د بې وزلو ښځو او ماشومانو وژلو زه ډیره دردولې او غمژنه کړې یم. زه دغه بریدونه په کلکه غندم.زه دملګرو ملتونو د هغه اپیل ملا تړ کوم په کوم کې چي د کرونا وبا په دوران کښې د اور بند غږشوی دی."

د افغانستان د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن چهارشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې پر«سل بستریز ملي روغتون» پروني ډله ییز برید کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت د مسؤلینو په وینا په وژل شوو کسانو کې د نوزېږو ماشومانو ترڅنګ، د هغوی میندې او نور نارینه وګړي هم شامل دي.

د دې ترڅنګ تیره ورځ په ننګرهار کې هم د جنارې مراسمو پرمهال ځانمرګي برید ۲۴ تنه ملکي وګړي ووژل او شااوخوا ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

دغه خونړي مرګونې بریدونه چې مسؤلیت یې لا تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.

د پاکستان او ایران ترڅنګ، ملګرو ملتونو او ناټو هم په کابل او ننګرهار کې پرونې مرګونې بریدونه غندلې دي.

که څه هم وسله والو طالبانو په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي،خو افغان حکومت د دغو بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو و وزارت په افغانستان کې د سه شنبې د ورځې د خونړیو پیښو د غندنې سربیره طالبان او افغان حکومت دې ته هڅولې چې تر څو د دغو بریدونو عاملین محاکمه کړي.