د بلوچستان حکومت د منظور پښتین په داخلې د بندیز موده وغځوله

منظور پښتین

د بلوچستان حکومت د پښتون تحفظ تحریک په مشر منظور پښتین دغه صوبې ته په داخلیدو بندیز یو وارې بیا تازه کړیدی

منظور پښتین د بلوچستان د حکومت هغه پریکړه غندلې ده چې وایي د منظور پښتین بلوچستان ته د تگ د بندیز موده ځکه غځوي چې د "منظور د کرکې نه ډکه وینا په صوبې کې بی ارامي راپاروي".

منطور پښتین د حکومت دغه پریکړه د پاکستان استعماري پالیسي وبلله. هغه په یو ټویټ کې ولیکل:

"بلوچستان ته زما په ورتگ بندیز د پاکستان پخوانۍ استعماري پالیسي ده چې د پښتنو گرځیده محدوده کړي. د پښتنو په خاوره د سیاسي او پوځي کنټرول لپاره مختلفې طریقې کارول کیږي. زمونږ په سیمې کې د خبرو اجازه هم نشته، یواځې پوځي وایرلس کار کوي ځکه چې هغه د پوځ لپاره ضروري دي."

د ډان ورځپاڼې لیکلي چې د بلوچستان حکومت د اپریل په ٣ نیټه په یوې اعلامېې کې لیکلې چې حکومت د پښتین د داخلیدو د بندیز موده غځوي چې په دغې سیمې کې امنیت ته تاوان و نه رسیږي.

د بلوچستان حکومت هغه وخت د منظور پښتین دغې صوبې په تگ بندیز لگولی و چې هغه د فرورۍ په ٣ نیټه د تحریک د یو غړي ارمان لوڼي په جنازې کې د گډون لپاره قلعه سیف الله ته تللی و.