لندن کې د افغان میرمنو په ملاتړ لاریون کیږي

آرشیف

ټاکل شوې یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) د انګلستان په پایتخت لندن کې زرګونه کسان لاریون وکړي او د دې هیواد د حکومت څخه وغواړي د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې غواړي هیواد پریږدي.

د ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې دا لاریون د (افغانستان لپاره د عمل) په نامه ډلې ترتیب کړي. مظاهره کوونکي به د برتانیې د حکومت څخه وغواړي د افغان میرمنو او نجونو ته چې د خطر سره مخ دي، په خوندي توګه د پنا اخیستو لار برابره کړي.

په لندن کې دا لاریون داسې مهال کیږي چې څو اوونۍ وړاندې د دې هیواد پارلمان ځینو غړیو د بهرنیو چارو د وزیر جیمز کلیورلي څخه وغوښتل په افغانستان کې ددې هیواد د شل کلن نظامي موجودیت څخه وروسته د افغان میرمنو او نجونو په وضعیت چې د خطر سره مخ دي، د سره تمرکز وکړي.

په پارلمان کې د لیبرال دموکرات ګوند غړې وینډي شامبرلین ویلي چې د افغانانو د بیا میشت کیدو او همکارۍ د پالیسۍ پلان نتیجه نده ورکړې او په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو لپاره ځانګړې خوندي لار نشته.

میرمن شامبرلین چې د بهرنیو چارو د وزیر څخه د افغان میرمنو او نجونو لپاره د خوندي پنا غوښتنې د لارې پرانیستل یې غوښتلي همدارنګه د افغانستان سره د مرستو په ساتلو ټینګار کړی. دې ډلې ویلي د افغان میرمنو لپاره د پنا اخیستو د ځانګړې لارې د پرانیستو تر څنګ دې د سلا مشورې یو میکانیزم هم جوړ شي او هغو ډلو ته دې پکې برخه ورکړل شي د افغانستان د موضوع سره سر او کار لري.

ټاکل شوې چې پدې لاریون کې څه باندې ۴۰ مدني سازمانانونه، افغان سیاستوال او نور فعالین برخه واخلي.

د لاریون تنظیم کوونکو ویلي چې د لندن تر څنګ به په عین وخت کې د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي او د کاناډا په څلورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه وشي.

دا لاریونونه داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د میرمنو او نجونو په حقونو ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو چې څه باندې یو کال کیږي په افغانستان کې واک ته رسیدلي او لا یې هم حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، تازه یې پارکونو او حمامونو ته د میرمنو په ورتګ بندیزونه ولګول.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د میرمنو او نجونو د حقونو په هکله په راپور کې چې د روان میلادي کال د سپټمبر د میاشتې په ۷ مې خپور شوی لیکلي چې د نړۍ هیڅ یو هیواد د میرمنو او نجونه حقونه په دومره چټکۍ د عامه ژوندانه د لارو چارو څخه ندي لیرې شوي لکه په افغانستان کې چې وشول.

پدې راپور کې ویل شوي و چې په مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتور په برخې کې افغان میرمنو او نجونو د طالبانو د راتګ څخه وروسته په "حیرانوونکې بڼې" شا تګ کړی.