کابل کې د 'شهید اونۍ' او د مسعود تلین د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ولمانځل شوه

د 'شهید اونۍ' د لمانځلو لپاره په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د افغان حکومت یو شمیر لوړپوړو چارواکو، جهادي او سیاسي مشرانو د 'شهید اونۍ' د لمانځ‌غونډې په مراسمو کې د افغانانو ترمنځ پر ملي یووالي ټینګار وکړ او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د 'دښمنانو' د دسیسو ښکار نه شي.

د سنبلې میاشتې اتلسمه نېټه چې د احمدشاه مسعود تلین او د 'شهید اونۍ' له لومړۍ ورځې سره برابره ده هر کال په افغانستان کې عمومي رخصتي وي او د دغه هیواد د دولت له خوا په یو لړ ځانګړو مراسمو کې لمانځل کیږي.

دغه مراسم نن سهار د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د مقاومت څلي ته د ګلونو د ګیډیو په ايښودلو سره پیل شول.

په کابل کې د 'شهید اونۍ' د لمانځلو لپاره د پولي‌تخنیک پوهنتون په لویې جرګې خیمه کې د حکومت د لوړپوړو چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمدکریم خلیلي په دغو مراسمو کې وویل، د افغانانو تر منځ هیڅ اختلافات نشته، خو یو شمیر کړۍ د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي.

هغه وویل "ما په دریو کړیو کې اختلاف لیدلی دی، لومړی سیاسیون، په خواشینۍ سره باید ووایم د دې لپاره چې د خلکو په منځ کې ځان لپاره د پښو ځای پیدا کړي، هڅه یې کړې چې له منفي احساساتو څخه استفاده وکړي. دویم د قلم خاوندان، څیړونکي او روشنفکران دي، په خواشینۍ سره باید ووایم کله چې څه لیکي او یا وايي یې، هڅه کوي، چې دغه بیلوالی نور هم ژور کړي".

د هغه پر وینا دغه راز یو شمیر دیني عالمان هم د افغان ولس یووالي ته د زیان رسولو هڅه کوي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د 'شهید اونۍ' په مناسبت په یو پیغام کې ویلي، چې د دغې اونۍ لمانځل، له هغو سترو ارمانونو سره د ژمنۍ تازه کولو په معنی دي، چې د افغانانو ترمنځ په ملي وحدت او د افغانستان په پرمختګ او ترقۍ کې نغښتي دي.

ښاغلي غني ټینګار کړی، چې لا هم افغانستان له نړیوال تروریزم سره په جګړه کې دی او په سیمه کې د 'جنایت او شرارت' منبع فعالیت کوي.

هغه ویلي "په داسې شرایطو کې، د دې خاورې د خلکو ترمنځ نفاق ته لمن وهل، د واټنونو زیاتول او تفرقه اچول، زموږ د شهیدانو له لارې او اصولو سره سمون نه لري".

د ښاغلي غني پر ونیا، د 'شهید اونۍ' د افغانستان د خلکو د پیوستون لپاره یو فُرصت دی.