پښتنو ته تشدد او کرکه ضیاالحق راوړې- د مشال خان پلار

اقبال خان د مشال خان پلار دی چې د خیبر پښتونخوا د عبدالولي خان په پوهنتون کې د تیر کال د اپریل په میاشت کې محصلینو دین ته د سپکاوې په تور په وهلو وهلو مړ کړ.

د مشال خان د وژل کیدو نه وروسته د هغه پلار په ټولنې کې د تشدد د مخنیوي او زغم د دودولو لپاره مبارزه پیل کړی ده چې د ځینو نړیوالو ټولنو پام یې ځان ته اړولی دی.

د برتانیې دریو مشهورو پوهنتونو اقبال خان ته رسمي بلنې ورکړې چې د عدم تشدد په اړه ویناوې پکې وکړي. د تعلیم د برخې پښتنې فعالې ملالې یوسفزۍ ویلي چې اقبال خان د مبارزې ملاتړ کوي.

هغې په خپل ټویټر هم ولیکل

اقبال خان د خپل زوی مشال خان د قاتلانو په ضد دعوه کړېده چې د همدې کال د فبرورۍ د میاشتې په ٧ نیټې یې محکمه ده.

د پاکستان د قوانینو په اساس دین ته سپکاوي کوونکو ته د مرگ سزا ورکول کیږي خو پدې تیرو څو کلونو کې داسې پیښې ډېرې شویدي چې خلکو د محکمې پرته تورن کسان وژلي دي. مشال خان هم د همداسې یوې پیښې قرباني شو.

اقبال خان په اکسفورډ پوهنتون کې په خپله وینا کې د خپل زوی د شخصیت په هکله خبرې وکړلې او ویې ویل چې هغه یواځې د مشال خان نه بلکې د ټولو هغو خلکو لپاره عدالت غواړي چې دا ډول ظلم پرې شویدی.

تشدد او د پښتنو کلتور

په غونډه کې یو گډون کونکي د اقبال خان نه وپوښتل چې د مشال خان د وژلو شاته کیدی شي د پښتنو د کلتور برخه وي ځکه چې "د پښتنو کلتور د تشدد کلتور دی."

اقبال خان هغه ته په ځواب کې وویل چې پښتانه په سولې او امن میئن دي. هغه زیاته کړه "زمونږ په وطن کې به میلې کیدې،په مېلو کې به ښځو سندرې ویلي، ټپې به یې ویلی، زمونږ کلتور د عدم تشدد کلتور و."

اقبال خان په غونډې کې وویل چې "زمونږ سیمې ته تشدد، فرقه پرستي، کرکه او جنګ جګړې د ضیاالحق په وخت کې راغللې." اقبال زیاته کړه چې د دې ټولو غټ زیان پښتنو ته رسیدلی.

په غونډه کې د ملالې پلار ضیاالدین یوسفزي هم گډون کړی و. ښاغلي یوسفزي امریکا غږ ته وویل چې اقبال خان د عدالت لپاره مبارزه کوي.

"اقبال لالا د باچا خان د ژوند، د امن، عدم تشدد د مفکورې او هغه چې څومره سختې تیرې کړې وې، خلکو ته په ډاگه کړې او بیا یې د مشال خان په هکله خلکو ته وویل چې هغه کوم ډول فکر کاوه."

وسفزي زیاته کړه چې په وطن کې د سولې لپاره دا ضروري ده چې حکومت د خپلې برخې رول ولوبوي. "کوم مذهبي جنونیت چې په وطن خپور دی، زمونږ حکومت چې تر څو پورې د امن او هم اهنگۍ مفکوره خپله کړي نه وي دا قصه به همداسې روانه وي."

د بشري حقونو د څار اداره وایي چې په پاکستان کې د ١٩٩٠ کال راپدیخوا ٦٧ تنه دین ته د سپکاوې په تور وژل شویدي.