"د مسعود اظهر نوم دې د ترهگرو په لسټ کې شامل شي"

امریکا، برتانیې او فرانسې د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا کې یو ځلې بیا د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د ترهگرو په لسټ کې د شاملولو په اړه پریکړه لیک وړاندی کړیدی

څو اونۍ مخکې هم د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا کې دغه پریکړه لیک وړاندی شوی و خو چین یې مخالفت څرگند کړی و.

د امریکا، برتانیې او فرانسې چارواکو د امنیت د شورا نه غوښتي دي چې د جیش محمد د ترهگرې ډلې د مشر مسعود اظهر نوم دې د ترهگرو په لسټ کې شامل کړي، د هغه شتمنۍ د کنگل کړل شي او د هغه په سفر دې بندیز ولگول شي.

د یادونې وړ ده چې چین یو ځلې مخکې هم په ملگرو ملتونو کې د مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو مخه نیولې ده.

د پاکستان سناتور مشاهد حسین امریکا غږ ته ویلي و چې چین د مسعود اظهر په اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي او د پاکستان د مشورې نه پرته فیصله به نه کوي.

د مسعود اظهر د ترهگرو په تور لسټ کې د شاملولو موضوع د هغې نه وروسته تازه شوه چې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د فرورۍ په ١۴ یوه خونړی برید وشو. په دغه برید کې ۴٩ تنه هندي پوځیان وژل شوي و. د دغې برید مسولیت د جیش محمد ډلې ومانه چې مشر مسعود اظهر یې په پاکستان کې ژوند کوي.

د هند او پاکستان د عسکرو ترمنځ د پلوامه د پیښې نه وروسته څو وارې په سرحد نښتې شویدي چې پکې دواړو خواوو ته مرگ ژوبله اوښتي ده. دواړو خواو څو ځله یو بل ته د توغندیو د وارولو خبرداري هم ورکړیدي.