احمدضیا مسعود: ولسمشر غني زما د ګوښه کولو حق نه لري

ولسمشر غني تیره ورځ په یو فرمان کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې خپل ځانګړی استازی له ندې ګوښه کړ

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ګوښه شوی استازی احمد ضیا مسعود وايي، چې ولسمشر غني د هغه د ګوښه کولو حق نه لري او باید خپله پریکړه بیرته واخلي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د یو فرمان په ترڅ کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړ.

احمد ضیا مسعود د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د هغه ګوښه کول به د افغانستان د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل شي.

ښاغلي مسعود وویل "که ولسمشر دا شوق لري، چې په هیواد کې بې‌ثباتي وي، ناامني وي او بیا خدای مه کړه زموږ په هیواد کې کورنۍ جګړې پیل شي او موږ ونشو کولای چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پړاونه ووهو، هغه ولسمشر پورې اړه لري. خو زه ورته داسې وایم، چې ښاغلی غني! زموږ په هیواد کې د یوې بلې سیاسي بې‌ثباتۍ لپاره زمینه مه برابروه، د دې لپاره چې له دې وروسته زموږ خلک د سیاسي بې‌‌ثباتۍ، ناامنۍ او کورنۍ جګړې زغم او طاقت نه لري."

د ښاغلي مسعود پر وینا، د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو مخکې هغه مهال چې د ولسمشر غني له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو، ښاغلي غني ورسرهپه یو تړون کې ژمنه کړې، چې یوه ډله د بلې ډلې د ګوښه کولو حق نه لري.

ښاغلي مسعود وویل، دی په خپله خبر نه دی چې ولسمشر غني د کومو دلایلو پر بنسټ له دندې ګوښه کړی او زیاته یې کړه، چې په دې اړه له اجرائیه رئيس سره هم مشوره نه ده شوې.

هغه وویل "زما غوښتنه پخپله له ډاکټر اشرف غني څخه دا ده، چې خپل فرمان بیرته واخلي او د افغانستان خلکو ته اعلان وکړي، چې دا فرمان په بشپړه توګه بې‌معنی او له محتوا خالي وو او دا فرمان په هیواد کې د بې‌ثباتۍ زمینه برابروي."

احمد ضیا مسعود خبرداری ورکړ، چې پلویان یې ګواښ کوي، که حکومت په دې برخه کې تیروتنه کړې وي، نو ژر تر ژره دې دغه فرمان بیرته لغو اعلان کړي که نه نو هر څه یې چې زړه وغواړي هغه به ترسره کړي. هغه زیاته کړه "ښايي ځینې کارونه ترسره کړي، چې موږ یې مخنیوی کوو او ما ټولو ته ویلي، چې په خپلو ځایونو کې واوسي."

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي، چې ښاغلی مسعود په خپلو چارو کې د ناکامۍ له امله له دندې ګوښه شوی دی.

احمد ضیا مسعود په دې وروستیو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت پر کارونو انتقادونه هم کړي وو، خو ښاغلي مینه‌پال امریکا غږ ته وویل، چې انتقادونه او مخالفتونه د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ برخه ده او د ښاغلي مسعود د ګوښه کولو لامل سیاسي اختلاف نه، بلکې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د هغه ناکامي ده.