د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله پای ته ورسېده

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي له شپږ طالب بندیانو پرته چې نړیواله ټولنه یې له خوشې کولو سره مخالفه ده، د طالبانو ټول بندیان او افغان کومانډویان آزاد شوي دي.

دغې شورا د پنجشنبې په ورځ د سپټیمبر ۳ (وږي ۱۳) ویلي چې د شپږ طالب بندیانو د برخلیک د څرګندولو لپاره ديپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي: "د زندانیانو د خلاصون پروسه پای ته رسېدلې، اوس باید د سولې مخامخ خبرې سمدستي پیل شي".

ځینو سرچینو ویلي چې اوه طالب بندیان به په قطر کې تر نظارت لاندې وي. افغان حکومت تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې به ژر پیل شي.

ښاغلي ستانکزي د پنجشنبې په ورځ د سپټیمبر ۳ (وږي ۱۳) ویلي چې مشورتي لویې جرګې د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي ته د مذاکراتو د ترسره کولو لپاره د لار نقشه ټاکلې ده.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوی د چهارشنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړي، خو د ناڅرګندو لاملونو په سبب دا سفر وځنډول شو.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل ښايي دغه پلاوی نن د پنجشنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړي.