ننګر هار کې د نهو وژل شویو ملکیانو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر موندل شوی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي دا ډله ییز قبر د اچین د مامندو په دره کې موندل شوی دی.

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې یو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر موندل شوی چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په کې د کوټ ولسوالۍ نهه ملکیان ښخ کړي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې دغه ملکي خلک یو نیم کال وړاندې د کوټ ولسوالۍ سی پای سیمې څخه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وړي وو چې د اچین په مامند دره کې یې وژلي او په یو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر کې یې ښخ کړي وو.

نوموړی وايي چې په دغو وژ ل شوو کسانو کې ځینې قومي مشران هم شامل و او نن سهار ولسي خلکو له دغه قبر څخه جسدونه وویستل او د کوټ ولسوالۍ کې یې خاورو ته وسپارل.

د کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی احمدالله امریکا غږ ته وویل چې جسدونه یې نن لس بجې خاورو ته وسپارل.

د ‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر سیمه پخوا د داعش تر ولکې لاندې وه خو اوس دا سیمه د افغان ځواکونو ترولکې لاندې راغلې ده.

خو د کوټ ولسوالۍ یو قومي مشر چې د داعش ډلې پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو د یوې ډلې مشري کوي، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې داعش له خوا د وژل شوو کسانو شمیر لس تنه وښود، چې د هغه د وینا له مخې درې یې د یوې کورنۍ غړي دي.

حاجي حیات خان وویل، دا ډله ییز قبر د اچین ولسوالۍ د مامندو د درې د کوچیانو د قلعه په سیمه کې موندل شوی دی.

هغه وویل، چې دمخه هم ورته د دغه قبر په اړه معلومات ورکړل شوي وو، خو په سیمه کې د داعش د ډلې د قوت له امله دوی د قبر کندلو ته زړه ښه نه کړ.

د اسلامي دولت ډلې چې اوس هم وسله وال یې د اچین په ولسوالۍ کې حضور لري، د دغه ډله ییز قبر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.