د افغان سولې بهیر ګړندی شوی - متیس

د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خوشبیني څرګنده کړې.

د امریکا د دفاع وزیر، جېم متیس وایي چې تر بل هر وخت ډیر اوس په افغانستان کې د سولې د راوستلو هلې ځلې چټکې او پراخې شوي دي.

سره له دې چې متیس، طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې اترې تائید نه کړې خو د "پرانستو چینلونو" شتون یې تایید کړ. تیره میاشت امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د جګپوړو امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې وکړې.

​د متیس خوشبیني پداسې حال کې بیانیږي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې د بهیر په چارو کې د سلاکار په توګه ټاکلی دي. په خټه خلیلزاد چې پخوا په افغانستان کې د امریکا سفیر و، اوس دنده لري چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي.

بل لور ته، امریکا د پاکستان له نوي صدراعظم، عمران خان، نه غوښتلي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتونې مرسته وکړي.

که له یوې خوا امریکايي چارواکو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي، بل لور ته طالبانو پر خپل پخواني دريځ چې له افغان حکومت سره نه بلکې یوازې له امریکا سره به سولې خبرې کوي، ټینګار لري.