مټیس: امریکا په اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا منلی نشې

د امریکا د دفاع وزیر په جنوبي کوریا کې له حکومتي چارواکو او پوځیانو سره لیدلي دي.

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر وايې چې د شمالي کوریا د ګواښونو پر ضد پوځي لاره موجوده ده.

جیم ماتیس په سیول کې د جنوبي کوریا له دفاع وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې امریکا به هیڅکله په اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا ونه زغمي.

ماتیس پیونګ یانګ ته خبرداری ورکړ چې د پوځ زور یې د امریکا او جنوبي کوریا له اتحاد سره برابر نه دی او دا چې ديپلوماسي هغه وخت اغیزمنه وي چې تر شا یې "باوري پوځي قوت" پروت وي.

د امریکا د دفاع وزیر د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د سیمې د ثبات لپاره ګواښ وباله.

ښاغلي ماتیس وویل "زمونږ ګډه هڅه داده چې د هر ډول ګواښ مخه ونیسو."

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر سونګ یونګ-مو د خپل امریکايي سیال د خبرو په تائید وویل چې هېواد به یې د شمالي کوریا د پارونکو اقدماتو ځواب ورکړي.

د امریکا او د جنوبي کوریا پوځي مقاماتو په داسې حال کې سره لیدلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوامبر میاشتې په ۳ نېټه جاپان، جنوبي کوریا، چین، ویتنام او فلیپین ته په ۱۲ ورځني سفر ځي.

ولسمشر ټرمپ آسیایي هیوادونو ته د سفر په جریان کې کوښښ کوي چې پر شمالي کوریا فشارونه زیات کړي.

شمالي کوریا ادعا کوي چې داسې توغندی یې جوړ کړی دی چې په واسطه یې د امریکا خاوره په نښه کولې شي.

د امریکا حکومت په ملګرو ملتونو کې له چین او روسیې سره پر شمالي کوریا د سختو اقتصادي بندیزونو د لګولو په خاطر کار کوي.