د مولانا سمیع الحق د قاتلینو د موندلو هڅې

د پاکستان امنیتي مقاماتو د پاکستان د سخت دریځه مذهبي مشر مولانا سمیع الحق د وژل کیدو په اړه پلټني پیل کړي دي او د هغه له ساتونکي او موټر چلوونکي څخه تحقیقات پیل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ایالتي ادارې د شنبې ورځ د مولانا سميع الحق د وژل کیدو له امله ملي ماتم اعلان کړ او د هغه د جنازې په مراسمو کې په زرګونو کسانو ګډون کړی و.

د هغه زوی مولانا حامد الحق حقاني رسنیو ته ویلي د پيښې په اړه پلټنې روانې دي او احتمال لري چې د پلار په وژنه کې یې بهرني لاسونه وي.

مولانا سميع الحق پرون په پنډۍ په خپل کور کې ووژل شو، زوی یې وايي پلار یې هغه مهال د چړو په ګزارونو ووژل شو چې ساتونکی یې د لږ وخت لپاره بهر ته تللی و.

مولانا سميع الحق د دفاع پاکستان کونسل مشري هم کوله. د هغه په ديني مدرسه کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.

مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و او تیر کال یې په اسلام آباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د دوی په سیاسي اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

افغان طالبانو په یوې اعلامیې کې د سمیع الحق په مړینه غمرازي ښودلې او د هغه وژل کیدل یې د پاکستان ولس ته "ستره ضایع" ګڼلې.

یو اتیا کلن مولانا سمیع الحق د ۱۹۳۷م کال په دسمبر کې د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زېږېدلی و او پرون ماښام په پنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګزارونو ووژل شو.

د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي ، صدراعظم عمران خان او گڼ شمېر نورو سیاستوالو د هغه په وژل کیدو خواشیني ښودلې خو په افغانستان کې بیا خلکو په ټولنیزو شبکو کې د هغه په مړینه خوښي کړې او هغه یې د افغانستان د مشکلاتو یو لوی عامل بللی دی.

د کابل علماوو د ولایتي شورا رئیس عبدالبصیر حقاني وايي سمیع الحق پر طالبانو ډیر اثر درلود او دی د پاکستان د ګټو لپاره وژل شوی دی:" سمیع الحق سوله نه غوښته او طالبان یې جګړې ته هڅول، هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته ډیر سفرونه کړ وو او د افغانانو په وژلو کې خاموش پاتې وو او هیڅ وخت یې خپل غږ نه وو اوچت کړی."

افغانان وايي هیله من دي چې د مولانا سمیع الحق وژل کیدل به په افغانستان کې د سولې سره مرسته وکړي ځکه نوموړی د طالبان لوی ملاتړی وو.