افغان کارګران کار غواړي

دغو لاریون کوونکو چې په لسګونو ښځینه کارګرانو هم په کې ګډون کړې وو، ویل یې چې کار او روغتیایې بیمه غواړي.

د نړۍ د نورو برخو په څیر نن په کابل کې هم د مې لومړي ورځ یا د کارګرانو نړیواله ورځ د یولاریون په ترڅ کې چې د سلګونو نارینه کارګرانو ترڅنګ لسګونو ښځینه کارګرانو هم په کې ګډون کړې وو، ولمانځل شوه.

لاریون کوونکو د افغان د افغان حکومت نه وغوښتل چې کارګرانو سره دې د هغوی د حقوقو د خوندیتوب په برخه کې مرسته وکړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې کارګرانو ته په پام کې نیول شوي دي.

دغو کارګرانو ویل چې افغان کارګران کار او روغتیایې بیمه غواړي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند د وزارت د کارګرانو د ټولنې مشرې میزمن نجیبې عالیزې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د بیکارۍ له امله افغانان بهرنیو هیوادونو ته د کار په لټه ځي چې بیرته وطن ته یایې مړي راوړل کیږي او یا هم په مخدره توکو د اخته کیدلو وروسته وطن ته راشړل کیږي.

میرمن عالیزې وویل "د افغانستان ټول وګړي بیکاره دي خلک له بیکارۍ سټړي شوي دي د خپل کار په مقابل کې عادلانه مزد غواړي او د کار لپاره فابریکې غواړي ".

د دغه لاریون بندوبست د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې کړی وو.

په افغانستان کې د کارګرانو د شمیر په باب دقیق معلومات نشته خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو د وزارت د چارواکو په وینا په دغه هیواد کې اوه ملیونه کسان د کارکولو ته اړتیا لري چې د دغه شمیر دوه نیم میلونه یې بیکاره دي.

ددغه وزارت ویاند علي افتخاري امریکا غږ ته وویل چې دا وزارت د افغان کارګرانو د کار د مصونیت لپاره د اقداماتو ترڅنګ هڅه کوي چې د لنډې او اوږدې مودې لپاره د هغوی ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

ښاغلي افتخاري وویل " په لنډه موده کې زمونږ هڅه داده اود هغو هیوادونو سره په خبرو بوخت یو چې کارګرانو ته اړتیا لري ټاکل شوې چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره تړونونه لاسلیک شي چې دا د لنډې مودې حل دی د اوږدې مودې لپاره مونږ د اقتصادي بنسټونو په پیاوړي کولو کار کوو ".

په افغانستان کې په وروستیو لسیزو کې د پرله پسې جګړو او ګډوډیو له امله د افغان کارګرانو د ژوند د خوندیتوب لپاره ډیر څه نه دي شوي.

اکثره کارګران دا ګڼي چې د اویاومې لسیزې په وروستیو کې واک ته د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند مشرانو د رسیدلو وروسته هغوی د خپلو اهدافو لپاره د کارګر له نوم نه ګټه واخیستله ورسره په ټولنه کې د افغان کارګرانو په وړاندې د لیوالتیا د کیمدو سبب شو.

دا شمیر کارګران وایي چې د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدلو راوروسته رژیمونو د کارګرانو د ژوند د خوندیتوب لپاره ډیره پاملرنه و نه کړه او هم په کورنیو جګړو کې د افغانستان اکثریت بابریکې او دولتي تصدۍ له منځه لاړي چې په زرګونو افغان کارګران بیکاره او په کور کښناستل.

په وروستیو کلونو کې د افغان کارګرانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډیره شوې خو د ناامنیو، برښنا د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په تیرو دیارلس کلونو کې یو شمیر پرانستل شوې فابریکې بیرته تړل شوي دي.

بهرني کارګران

افغانستان ته بهرنیو عسکرو د راتګ سره سم زیات شمیر بهرني قراردادیان هم دغه هیواد ته راغلل چې ورسره د افغانستان د کار مارکیټ ته بهرني کارګران هم را مات شول او بهرینو کارګرانو په بهرنیو موسسو او شرکتونو کې د ماهرو کارګرانو په توګه په کار پیل وکړ.

اوس چې ډیر بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلي او ډیرو بهرنیو شرکتونو خپل دفترونه تړلي دي د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو د وزارت وایي چې لا هم دغه وزارت سره پنځه لس زره پهرني کارګر ثبت دي.

د افغانستان حکومت د کوریا په مرسته په کابل کې د مسلکي کارګرانو د روزنې لپاره یو انسیتوت پرانیستی دی چې په تیرو اوه کلونو کې یې زیات شمیر ماهر کارګران بازار ته وړاندې کړي چې ددغه وزارت د چارواکو په وینا یې د یو شمیر بهرنیو کارګرانو ځای ډک کړی دی.

د کابل په بازارونو کې اکثره کارګران وایي چې کاري مصونیت نه لري په اونۍ کې یو یا دوه ورځې کار لري او پاتې نورې ورځې بیکاره ګرځي.

د عبدالرحمان په نوم یو کارګر وایي چې یوازې خدای پوهیږي چې دا خپل ژوند څنګه تیروي.

ښاغلي عبدالرحمان وویل " د کور کرایه خو پریږده د ورځې چلول ډیر مشکل دي".

افغان کارګران د افغان حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې د ورځې د اړتیاوو د توکو بیو ته په کتنې د دوی د ورځې مزد او میاشتنی معاشونه برابر تنظیم کړي.