مې د لندن د برید وروسته وایي "نور بس دی"

د برتانیې صدراعظمې ټریسا مې د یکشبې په ورځ ( جون ۴) ملت ته په یوې وینا کې وویل چې پکار ده ټرورزم ته سخت ځواب ورکړی شي.

صدراعظمې مۍ دغه خبرې د شنبې د ورځې د لندن د هغې حملې نه وروسته کړیدي چې پکې اوه تنه ووژل شول.

د لندن دا حمله په داسې وخت کې شویده چې په هغه هیواد کې پنځه ورځې وروسته پارلیمانې انتخابات پیل کیږي. صدراعظمې مې وویل چې انتخابات به په خپل ټاکلې نیټې وشي.

اغلې مې چې د محافظه کار گوند مشره ده، ملت ته په خپله وینا کې وویل "وخت رارسیدلې دی چې مونږ ووایو نور بس دی."

د برتانیې صدراعظمې وویل چې د ترهگرۍ په ضد سختې او ډېرې قوې ستراتیژۍ ته ضرورت دی چې پکې د انټرنیټ جدي څارل او د ځینو جرمونو لپاره د بند موده زیاتول شامل دي. هغې وویل "مونږ داسې نشو کولی چې ځانونه نانگاره کړو. او څه چې روان دي، هغه دې هم داسې روان وي."

د شنبې په ورځ د لندن په برید کې په وژل شوو کسانو کې یو د کاناډا تبعه و. د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډیو د دغه تائید کړیده. په دی برسیره د فرانسیې او اسټرالیا چارواکو ویلي دي چې په دغې حملې کې د هغوي د ملکونو اتباع هم زخمیان شویدي دي.

د لندن پولیسو درې تنه حمله کونکې وژلې دي.

په لندن کې د ترهگرۍ ضد د پولیسو مشر مارک راولي وویل چې پولیسو د حمله کونکو د ودرولو په هدف په هغوي باندې لږترلږه ٥٠ ډذې وکړی. حمله کونکو داسې واسکټونه اغوستې و چې ښکاریده ځانمرگه واسکټونه دي خو وروسته معلومه شوه چې دغه ځانمرگه واسکټونه نه و.

ښاغلي مارک زیاته کړه چې پولیسو ډیره په زړه وړتیا د حمله کونکو سره مقابله وکړه. هغه وویل چې دوې د حملې په تړاو ١٢ تنه نیولې دي او تحقیقات ترینه روان دي.

تقریبا یوه اونۍ مخکې د برتانیې د مانچسټر په ښار کې په یو کنسرټ کې ځانمرگه بریدکونکي ٢٢ تنه ووژل او د ٥٠ نه زیات یې زخمیان کړل.

مې وویل چې دغه حمله کونکو د یو بل سره څه ډول تماس نه لرلو خو هغې وویل چې حمله کونکې د یوې ایډیالوژۍ پلویان دي او د اسلامي سختدریځۍ دغې شیطانې ایډیالوژۍ د یو بل سره تړلې دي.

مې زیاته کړه چې پکار ده دغه نظریې په مقابل کې هم په ملک کې دننه او هم د ملک نه د باندې مبارزه وشي . هغې وویل چې انترنیتي کمپنۍ ترهگرو ته اجازه ورکوي چې د ترهگري نظریه خپره کړي.

د برتانیې حکومت د مانچسټر د برید نه وروسته په خپل ملک کې د ټرورزم د خطر کچه لوړه کړي وه.