د کارګرانو نړیواله ورځ: ۳۵سلنه افغان وکړي بېکاره دي

په داسې حال کې چې نن د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو نړیواله ورځ ده د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې دامهال دوه میلیونه افغان وګړي بېکاره او نیم کاره دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي د چهارشنبې په ورځ د «غوايي پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یادو دوو میلیونو افغان وګړو له ډلې شااوخوا ۷ سوه زره یې بېکاره دي.

ښاغلی احمدزی که څه هم د بېکاره افغان وګړو د شمېر په اړه اندېښنه ښيي، خو زیاتوي چې افغان حکومت ځوانانو ته د کار پیدا کولو په اړه بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د بېکارۍ ستونزې د مخنیوي لپاره په تېر ۱۳۹۷ کال کې یوازې په دولتي ادارو کې ۵سو زره کسانو ته کار پیدا کړی دی.

هغه وویل:"د بېکارۍ د ستونزې د هوارۍ لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي، د دې یو لوی شمېر یې موږ هوارې کړي دي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې دا مهال ۸ نیم میلیونه پر کاري شرایطو برابره کاري قوه شتون لري.

په ورته وخت کې بیا د افغانستان د خواري کښو او مذدورانو سرتاسري ټولنه په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې په افغانستان کې د بېکاره ځوانانو شمېر له هغه څخه زیات دی چې افغان چارواکي ښيي.

د دغه ټولنې مشر لیاقت عادل د چهارشنبې په ورځ له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې د کار د نړیوال سازمان د سروې له‌مخې دا مهال د افغانستان ۳۵سلنه کاري قوه بېکاره ده.

نوموړي زیاته کړه چې، هر کال د افغانستان ټولنې ته ۴سوه زره کاري قوه اضافه کېږي چې د کار نشتوالې ته په کتو د اندېښنې وړ ده.

عادل وویل، چې افغانستان ته د کډوالو راستنېدو د بېکاره وګړو فیصدي نوره هم لوړه کړې ده.

هغه وویل:"د بېکارۍ کچه له دې څخه لوړه ده او هغه حقوق چې د کار په ساحه کې دوی ته ورکول او کوم معاش چې د کار په مقابل کې ورکول موږ ته د منلو نه دي."

نوموړي زیاته کړه چې اړوندې ادارې باید د کار په ساحه کې د کار ګرانو د حقوقو ساتنه وکړي او ترڅنګ یې په خصوصي ادارو کې هم د تقاعد مسئله مراعت کړي.

افغانستان کې د کار نشتوالی له لویو ستونزو څخه ده

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په خصوصي ادارو کې د تقاعد مسله هواره شوې او په دې اړه ولسمشر غني حکم ورکړی چې په نژدې ورځو کې به په رسمي جریده کې په خپرېدو سره رسمي بڼه خپله کړي.

د غه وزارت همدارنګه زیاته کړه چې د کار عالي شورا په ټولو ادارو کې د کارګرانو د متوازن او مناسب معاش او د هغوی د نورو حقوقو د تامین په اړه هڅې پيل کړي دي.

په افغانستان کې روانه جګړه، اداري فساد، د امکاناتو او منابعو کموالو د بېکارۍ له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.