د بلخ امنیه قوماندانۍ ته نږدې وسله‌واله نښته شوې

نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې امنیه قوماندنۍ ته نږدې وسله‌واله نښته شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بلخ امنیه قوماندانۍ ته د دغه ولایت د پولیسو د نوي قوماندان د ورتګ پر مهال، غیرمسوله وسله‌والو کسانو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د بلخ د نوي امنیه قوماندان له ګومارنې سره د عطامحمد نور له مخالفت وروسته، د پولیسو د ۸۸۸ قطعې ځواکونه د مزارشریف ښار په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوي او د تیارسي په حالت کې دي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د نوي امنیه قوماندان له ګومارنې سره مخالفت ښودلې او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د خپل "حیثیت او وقار" د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

ښاغلي نور په خپل ټویټر کې لیکلي "ارګ د تل په څیر د خپلو دسیسو په دوام دا ځل جګړه د مزارشریف ښار ته راوړې او زموږ د خلکو آرامتیا یې له منځه وړې".

د بلخ پخواني والي زیاته کړې ده، اوس چې "زموږ په خلکو برید شوی" د هغوی له سر او مال څخه د دفاع لپاره "هرډول سرښندنې" ته چمتو دی.

پخواني معلومات:

د امریکا غږ - آشنا خبریال میرویس بیژن وايي پولیسو په دغه ښار کې د هټیو او سوداګریزو مارکیټونو د بندولو امر هم کړی دی، خو یو شمیر هټیوال چې د پولیسو له امر څخه بې‌خبره وو، خپلې هټې پرانیستې دي.

دی زیاتوي، چې په مزارشریف ښار کې یو شمیر بنسټونه لکه دولتي او خصوصي بانکونه هم تړلي دي. د هغه پر وینا، هټېوال د خپلو دوکانونو د بندو دروازو مخې ته د وضعیت د ښه کیدو په تمه ناست دي.

د مزارشریف ښار وروسته له هغې تړل شوی، چې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د دغه ولایت د پخواني امنیه قوماندان اکرم سامع له ګوښه کولو سره مخالفت وښود او دا اقدام یې "د خلکو د امنیت او ثبات د خرابولو لپاره د ارګ دسیسه" وباله.

د بلخ د پخواني امنیه قوماندان اکرم سامع له ګوښه کېدو وروسته د دغه ولایت نوی قوماندان عبدالرقیب مبارز د چهارشنبې په ورځ مزارشریف ته تللی، خو د حکومتي چارواکو پر وینا د ناندریو له امله د نوموړي د معرفي کولو مراسم ځنډول شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد امریکا غږ – آشنا ته وویل "د هغه د معرفي کولو او نه معرفي کولو په تړاو د بلخ د والي په دفتر کې غونډه روانه ده، لا وختي ده چې ووایم نوموړی به معرفي شي او که نه".

د مزارشریف اوسیدونکي ټینګار کوي، چې د نوي امنیه قوماندان د معرفي کول له امله باید عامو خلکو ته زیان ونرسیږي.

د عبدالقیوم جامي په نوم یو هټیوال چې د خپلې هټې د بندې دروازې مخې ته ولاړ وو امریکا غږ – آشنا ته وویل "نن چې کله خپلې هټې ته تلم، هغه تړلې وه، د پولیسو رنجر راغی، پولیسو وویل، هټې مه پرانیزې چې زیان کوئ، له دولته غواړو چې د خلکو په زیان کار ونکړي".

د بلخ پولیس د نوي امنیه قوماندن د معرفي کولو په تړاو راپورته شوې ناندرۍ تائیدوي خو وايي، چې پولیسو د د هټیو او بازار د پرانیستلو مخنیوی نه دی کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د بلخ پخوانی امنیه قوماندان اکرم سامع په خپلو چارو کې د پاتې راتلو له امله ګوښه شوی دی.