مک کال ته د کربي ځواب: طالبانو سره حساب کوو 

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د مجلس د یو غړي د اندیښنې په ځواب کې وویل، چې متحده ایالات له طالبانو سره د هغوی د ژمنو په هکله حساب کتاب کوي.

جان کربي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته د یو لیک په استولو سره په ژورې اندیښنې وویل چې د ولسمشر جوبایډن اداره د طالبانو غړو ته د ویزو ورکولو په محدودیتونو ناکامه شوې ده.


د هغه د دې اندېښنې په ځواب کې جان کربي له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو چې له طالبانو سره د هغوی د ژمنو او تعهداتو په اړه چې کړي یې دي حساب وکړو. مونږ هغوی په کابل کې د یو قانوني حکومت په توګه په رسمیت ندي پیژندلي. مونږ یقینا نیت نلرو چې په نږدې راتلونکي کې دا ډول کار وکړو."

مک کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خپل لیک کې دا هم ویلي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ناوړه کړنو مسوول دي. دغه امریکايي قانون جوړونکي دا هم ویلي چې د امریکا اوسنۍ اداره د طالبانو د هغو غړو په وړاندې چې د ښځو او نجونو په وړاندې د «ناوړه چلند» مسوول دي، د ارادې د نشتوالي له امله د محدودیتونو په لګولو کې پاتې راغلې ده.


مک کال ویلي دي چې د امریکا د ویزو په صادرولو د بندیزونو لګول "د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو وحشتونو" ته د ولسمشر بایډن د ادارې یواځنی ځواب دی.

ښاغلي مک کال د دې لیک په دوام کې ویلي چې "زه له حکومته غواړم چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د غیر انساني چلند په ضد د ځواب ویلو لپاره نور مهم ګامونه پورته کړي چې طالب چارواکو ته د ویزو په صادرولو پراخ بندیزونه په کې شامل دي."


له امریکا غږ سره په مرکه کې ښاغلي کربي طالبانو ته په خطاب کې دا هم وویل: «که دوی [طالبان] غواړي هاغسې چې وایي جدي وګڼل شي، که دوی مشروعیت غواړي، چې دا مهال یې نه شي ترلاسه کولای، اړ دي چې دا ژمنې پوره کړي، دوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي چې څنګه په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره چلند وکړي. موږ به دا مسله له ډیر نږدې وڅارو."

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې، تر بلې خبرتیا پورې د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو پر دوام بندیز ولګاوه. له هغې څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴ مه په یوه لیک کې ښځې او نجونې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وروستي اقدام کې خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر «بل امر» پورې دې نجونو ته د دې پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکوي. دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې راتلونکې میاشت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې د کانکور ازموینې اخیستل کېږي.


مک کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د خپل لیک په دوام کې د نیکاراګوا د رژیم پر چارواکو او د طالبانو پر چارواکو د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه پرتله کړي دي. د دې لیک له مخې، د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا د ۵۰۰ څخه زیاتو چارواکو ته د ویزو محدودیتونه وضع کړل چې د دموکراسۍ مخه نیسي. خو برعکس، وروسته له هغه چې طالبانو پر ښځو او نجونو زیات محدودیتونه ولګول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرائس یوازې د طالبانو پر شپږو غړو د امریکا د ویزو بندیزونو لګول اعلان کړل او په ټولیز ډول ددې ډلې اته غړي په قانوني توګه متحده ایالاتو ته له ننوتلو منع شوي دي.


د امریکا د استازو جرګې دغه غړي ویلي دي چې د طالبانو فعالیت ته په پام سره باید د امریکا حکومت په پراخه توګه پر طالبانو د ویزو بندیزونه ولګوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې بیا د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو په ټول افغانستان کې پر ښځو او نجونو مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه وضع کړل، چې دوی یې نه یوازې په دولتي دفترونو او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته یې هم د هغوی پر تګ بندیز لګولی دی.

له محرم پرته د ښځو پر تګ بندیز، حمامونو, تفریحي پارکونو، سپورتي کلبونو ته د تګ اجازه نه ورکول او د بشپړ حجاب اغوستل د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي نور بندیزونه دي.


له ښځو او نجونو سره د طالبانو سخت چلند نه یوازې دا چې په نړیواله کچه د پراخو نیوکو لامل شوی، بلکې لسګونه غیردولتي موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.