رسنیو ملاتړ ادارو د "ملي پيغام راډيو" مسول مدیر وژل په پراخه کچه غندلي

تر اوسه کومې ډلې په لوګر کې د ملي پیغام راډیو د مسول مدیر د وژلو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د لوګر په ولایت کې په یوه وسله وال برید کېد ملي پيغام راډيو د مسول مدیر قاضي محمد نصیر مدثر وژل د رسنیو د ملاتړ د افغان او بهرنیو ادارو له خوا په سختو ټکو غندل شوي او له افغان حکومت یې د قانون منګلو ته د پیښې عاملینو ته د سزا ورکولوغوښتنه کړې ده.

په لوګر کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول مدير قاضي محمد نصیر مدثر چې پرون ماښام ناپېژاندو پر دوو موټرسایکل سپرو وسله والو وژلی و، ټاکل شوې نن ماسپېښين د جمعې له لمانځه وروسته يې جنازه په خپل کلي د محمداغې ولسوالۍ په ميرزاخېلو کې خاورو ته وسپارل شي.

محمد نصیر مدثر ۵۳ کلن وو او څلور ماشومان یې درلودل.

د هغه زوی محمد زبیر بې سرحده خبریالانو ټولنې ته ویلي چې پلار یې له خپل دفتر څخه د محمد اغه په ولسوالۍ کې کورته په لار وو، چې پرې د دوو ةوټرسایکل سپرو وسله والو لا خوا برید وشو او ویې وژه.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ ته وويل، چې د محمد نصیر مدثر تېرماښام کور ته پر لاره د پُل کندهاري په سيمه کې وسله والو لومړی له موټر څخه ښکته کړی او بيا يې وژلی دی.

محمد زبير چې د قاضي مدثر زوی او د ملي پيغام راډيو کارکوونکی هم دی، ويلي، چې پلار يې له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

که څه هم تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو د لوګر د والي وياند سليم خان صالح او ځينې نور حکومتي چارواکي يې پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي.

وسله والو طالبانو په یو بیان کې قاضي مدثر په وژلو کې د دغې ډلې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د لوګر د ولایتي چارواکو له خوا د ملي پیغام د راډیو د مسول مدیر د وژلو مسولیت پر دغې ډلې اجول یوازې پروپاکند بللی دی او ویلي دي چې د هغه وژل طالبانو پورې اړه نه لري.

د قاضي مدثر وژنه پر افغانستان سربېره په نړيواله کچه د خبريالانو ملاتړو کوونکو ادارو غندلې او دا يې د بيان پر ازادۍ بريد بللی دی.

د بې پولې ژورنالېستانو ټولنې په يوې اعلاميې کې پر دې پېښې د سختې خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ له افغان دولت څخه غوښتنه کړې، چې د ژورنالېست مدثر قاتلين پيدا او د قانون له مخې ورته سزا ورکړي.

دغه راز د افغانستان د ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې هم په يوه خبرپاڼه کې دغه پېښه غندلې او ويلي دي، چې دمدثر په ګډون د ټولو هغو ۱۳ خبريالانو د دوسيو څېړلو جدي غوښتنه کوي، چې روان ۲۰۱۶ ميلادي کال په افغانستان کې وژل شوي دي.

همدارنګه د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې او د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحاديې هم د قاضي نصير مدثر پر وژلو غبرګونونه ښودلي او پر حکومت يې غږ کړی، چې د خبريالانو ژوند خوندي کړي.

قاضي نصير مدثر د محمدآغې ولسوالۍ پل کندهاري بازار ته اړوند د ميرزاخېلو سيمې اوسېدونکی او له ۱۳ کالو راهيسې د ملي پيغام سيمه ييزې راډيو مسؤل مدير و.