روسیې سږ کال تر ۲۳۱ زرو زیات پوځیان ګمارلي دي – مډویډیف

د روسیې د امنیت شورا مرستیال او د دغه هېواد پخوانی ولسمشر دیمیتري میدویدیف وايي، د روان کال له پیله تر اوسه د روسیې د پوځ په لیکو کې له ۲۳۱ زرو ډېر سرتېري ګمارل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د پوځي یرغل او د هغه هېواد د ځینو برخو له نیولو وروسته، روسیې سږ کال د اوکراین د حملې ضد عملیاتو د مخنیوي او د نیول شویو سیمو د ساتلو په هدف پراخ پوځي کمپاین پیل کړی دی.

مډویډیف وویل: "د دفاع وزارت د احصایو له مخې، د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د اګست تر دریمې پورې ... په ټولیز ډول له ۲۳۱ زرو څخه زیات کسان په عسکري خدمت کې منل شوي دي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر کال په سپټمبر کې، د پوځیانو د جلب جذب اعلان وکړ چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هغه هیواد کې بې ساری و.

سربیره پردې، مسکو د هیواد د نظامي ځواکونو په لیکو کې د شاملیدو لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړی او د امتیازاتو او هڅونې په ورکولو سره یې روسان هڅولې چې په اردو کې خدمت وکړي.

د روسیې حکومت د ویډیوګانو په خپرولو، د لوحو په لګولو او په حماسي شعارونو سره خلک هڅوي چې د پوځي ځواکونو په لیکو کې شامل شي.

روسي مقاماتو دا نه دي ویلي چې څومره کسان د هېواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې استخداموي، خو د بېلابېلو سرچینو اټکلونه ښيي چې مسکو د ۴۰۰ زرو نویو رضاکارانو د استخدامولو په لټه کې دی.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو تېر کال ویلي و چې د دغه هېواد د پوځ شمېر به ۱.۵ میلیونو ته لوړ کړي.

په روسیه کې د ۱۸ او ۲۷ کلونو ترمنځ نارینو لپاره نظامي خدمت اجباري دی، او په کال کې دوه ځله د شرایطو وړ نارینه عسکري خدمت ته جلبیږي.