امریکا د خپلو مړو شویو سرتيرو یاد لمانځي

د امریکا خلک نن دوشنبه (می ٢٧) خپل هغه سرتیري یادوي او روح ته دوعاوې کوي چې په جگړو او د امریکا لپاره یې ځانونه قربان کړي دي.

د امریکا د پوځیانو د یاد د ورځې لمانځل په لومړي ځل په ١٨٦٩ کال کې د کورنۍ جگړې له پای وروسته پیل شول. په لومړیو ٥٠ کلونو کې یواځې په کورنۍ جگړې کې وژل شویو پوځیانو ته درناوی کیده.

په لومړۍ نړیواله جگړه کې د امریکا د گډون وروسته دغه فرهنگ پراخ شو او د ټولو هغو سرتیرو یادښت پیل شو چې ددې هیواد په هره جگړه کې یې ځانونه قرباني کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس په ١٩٧١ کال کې دغه ورځ عمومي رخصتي تصویب او اعلان کړه. اوس هر کال د می د میاتشې وروستۍ دوشنبه دغې ورځې ته ځانگړې شوې ده او د "میموریل ډې" د ورځې په نامه پیژندل کیږي.

تر ټولو مهم پروگرام چې پدې ورځ په واشنگټن ډي سي کې پلی کیږي هغه د امریکا د جمهور رئیس له لورې د ارلیگټن په ملي هدیره کې د یو بې نومه سرتیري پر قبر باندې د گلانو د گیډۍ ایښول دي.

خو سږکال د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جاپان ته په سفر دی او د خپل تگ څخه د مخه یې د ارلینگټن په ملي هدیره کې امریکایي سرتیرو ته د درناوي مراسم پرځای کړل.

امریکایي کورنۍ په ځانگړې توگه هغوی چې د امریکا د وسله والو ځواکونو په لیکو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي د هیواد وژل شویو سرتیرو ته د درناوي په خاطر د هغوی هدیرو ته ځي.