پر مسي بیساری تحریم- په دوه لوبو کې د لوبېدو منع شو

دا لومړی ځل دی چې د شپږو طلايی توپونو ګټونکی مسي د بارسلونا د ترکیب نه په دوه لوبو کې محرومیږي

د باسلونا لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ارجانټاینی لیونل مسي د هسپانیا د فوټبال فډراسیون له خوا په دوه لوبو کې د لولېدلو نه منع شو.

مسي وروسته له هغې چې تېره یکشنبه د اتلاتیک بیلباو لوبډلې لوبغاړي اسیر ویلالیبر سره یې ټکر "عمدي" وبلل شو، سور کارټ یې واخیسته او له دغو راتلونکو لوبو محروم شو.

دا لومړی ځل دی چې د شپږو طلايي توپونو ګټونکی مسي د بارسلونا د ترکیب نه په دوه لوبو کې محرومیږي.

د مسي تېروتنه د لوبڅارانو له خوا "فاحشه او عمدي" تېروتنه بلل شوې ده.

د بارسلونا او بیلباو لوبډلو تېره یکشنبه د "اسپانیا د غوره جام" پایلوبې ګټلو لپاره سره سیالي وکړه چې اتلاتیک بیلباوو په ۲-۳ ګولونو باسلونا لوبډله ماته کړه.

مسي له دې مخکې یوازې دوه وارې په ۲۰۱۹ د امریکا اتلولۍ جام او یو وار مخکې کله چې د خپل هېواد لوبډلې ته لوبېده سور کارت یې اخیستی، خو په تېرو ۱۶ کلونو کې په ۷۵۳ لوبو کې مسي بارسلونا ته په لوبېدو کې هېڅ وخت سور کارټ نه و اخیستی.

له دې سره د باسلونا لوبډلې اعلان کړی چې د هسپانیا د فوټبال فډراسیون باید د مسي په اړه له سره غور وکړي.

د فوټبال یو هسپانیوي کارپوه الیکس مارتین تامایو ویلي چې مسي ۱۵ کاله پخوا کله چې بارسلونا لوبډلې ته لوبېده سور کارت اخیستی و خو هغه وخت ذخیره یي لوبغاړی و.

دغه بیساری محرومیت به لیونل مسي راتلونکې پنجشنبه او یکشنبه د کورنیلا او الچه لوبډلو سره د بارسلونا په ټیم کې ونه لوبیږي.