د امریکا مشیګن مسلمان ډاکټران له کرونا سره په مبارزه بوخت دي

تصویر: ارشیف

په ٢٠١٧ کال کې څېړنو څرګنده کړله چې د امریکا مشیګن د مسلمانانانو په سلو کې اوه د غاښونو او شپږ دهډوکو ډاکټران دي.

په ٢٠١٧ کال کې څېړنو څرګنده کړله چې د امریکا مشیګن د مسلمانانانو په سلو کې اوه د غاښونو او شپږ دهډوکو ډاکټران دي.

خو نن سبا د متحدو ایالتونو دا ټول مسلمان ډاکټران د کرونا له وبا سره په مبارزه بوخت دي.

دامریکا د مشیګن ایالت په ډیټرایټ کې دمسلمانانو ډیر غټ اکثریت اوسېږي. په دې مسلمانانو کې ډېرو دا غوره ګڼلې ده چی په طب کې کار وکړي او اوس د کرونا د وبا سره مبارزې په اول خط کې دي.

رایا ناشر په مشیگن کې د طب محصله ده، هغه وايي: "زه د طب سره ځکه مینه لرم چی له خلکو سره هره ورځ مرسته کولی شم. دا ډېره ستره خبره ده."

دمشیګن مسلمان ډاکټران په کال کې د هغو ۱.۶ میلیون ناروغانو علاج کوي چې کتنځي ته ورځي. پردې سر بیره په غیرمستقیم ډول تقریبآ د ۴۰زرو کارونو او دندو ملا تړي.

دکورنۍ عزت او مقام خوندي ساتل د ډېرو مسلمانانو لپاره یو دروند میراث ګڼل کېږي. هغوی ډېری په دې باور دي چې طب د عزت او وقار نه ډک مسلک دی، ځکه د خلکو خدمت کولی شي.

د طب محصله الیزا مجید وايي: "زما پلار د طبیعي علاج ډاکټر و. له همدې امله زه هم د روغتیا په برخه کې له تعلیم سره مینه لرمه."

دلته یې په اړه دا ویدويي راپور وګورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د مشېگن مسلمان ډاکټران