امریکایي څیړونکی : امریکا باید د طالبانو سره خپله تګلاره بدله کړي

امریکایي څیړونکي مایکل روبین په باور امریکا باید له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې خپلې تګلارې ته بدلون ورکړي. "د افغانستان د سولې په تړاو د ترامپ د ټیم د کړنو ارزیابي" د هغې څیړنې عنوان دی، چې ښاغلي روبین پرې کار کړی دی.

هغه د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د سکایپ له لارې وویل، چې امریکا په نویمه لسیزه کې هم له طالبانو سره مذاکرات کړې وه خو د پام وړ پایله یې نه وه ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړه"نکته داده چې امریکا متحده ایالات یوې ستراتیژي ته اړتیا لري، چې نه یوازې له طالبانو سره خبرې وکړي، بلکه درک کړو، چې اړتیا لرو یوې ستراتیژي ته، چې پاکستان یو قرارداد کې شامل کړي، پرته له هغه هر هغه څه ، چې امریکا ترسره کوي د تسلیمي په معنی ده او دا د افغان سولې لپاره زمینه نه برابروي".

دغه امریکایي څیړونکی وایي، چې له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۰ م کاله پورې، چې د کلنټون د واکمنۍ کلونه وه، له طالبانو سره د کابینې د غړو په شمول ګڼو لوړ رتبه چارواکو دیرش ناستې درلودې.

هغه وویل طالبانو هغه وخت د اسامه بن لادن د منزوي کولو او د ترهګریزو کړنو د مرکزونو پر بندولو تعهد کړی وه، چې هیڅ کله یې پرې عمل ونه کړ.

د امریکن انټرپرایز انستیوت غړي له ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز سره د خپلې څیړنې جزییات شریک کړل

بل لور ته د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ به مذاکرات اوږد مهاله او ستونزمن وي.

ښاغلي مژده زیاته کړه، چې د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې عقده یي کسان ځای لري او باید تمه ونه شي، چې د امریکا غوښتنې دې ژر ومني نو دا مذاکرات به ډیر ستونزمن او اوږدمهال وي.

"طالبان ځان د جګړې د میدان ګټونکې ګڼي او موږ باید دا ومنو، چې طالبان دا تصور لري... هغوې امریکا په یو تنګنا کې ویني د وخت په یوه تنګنا کې او فکر کوي، چې امریکا غیر له دې چې له افغانستان څخه بهر شي بله لار نه لري".

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ بحثونه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي په بروسل کې د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرانس ته په وینا کې په دغه هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره نړیواله همغږي اړینه وبلله.