د منځني ختیځ لپاره د واشنگټن پلان پر وړاندې د فلسطینانو غبرگون

منځني ختیځ لپاره د واشنګټن پلان غونډې پر وړاندې لاریون

د امریکا حکومت په بحرین کې د یوې غونډې په ترڅ کې د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن پلان نن سه شنبه ( جون ۲۵) اعلانوي.

دغه پلان د امریکا د ولسمشر د زوم لخوا ترتیب شوی دی او ولسمشر ټرمپ دغه طرحه د پېړۍ معامله بولي.

په بحرین کې د منځني ختیځ کنفرانس څخه مخکې په مرکز، ماناما کې نن سه شنبې ( جون ۲۵) مظاهرې وشوې، د مراکش په پلازمینه، رباط کې هم زرګونو کسانو ددې کنفرانس په ضد لاریونونه وکړل.

یادې غونډې ته د یو شمیر دولتونو، مدني ټولنو او د پانگوالو استازي بلل شوي دي، څو د فلسطین د چټکې اقتصادي ودې لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي، خو د فلسطین او اسرائیل حکومتونه پکې ګډون نه کوي.

ددې غونډې په اړه آن گډون کوونکي هیوادونه هم سره ویشل شوي دي.

سعودي عرب، قطر، متحد عربی امارات، مصر اردن او اسرایلو خپل گډون تایید کړی، خو خپل لوړ پوري چارواکي ېې ندي لیږلي. د امریکا په پلاوي کې د خزانې وزیر سټیفن منوشېن او د ولسمشر ټرمپ زوم او جګ‌پوړی سلاکار جرد کوشنر شامل دي.

د ټرمپ اداره دغه کنفرانس د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره جوړ کړی. او له دې سره غواړي فلسطینانو ته د اسراییل سره د سولې کولو بدل کې دا فرصت برابر شي چې فلسطینیان په میلیونونه ډالر سیمه اییزې پانګونو ته لاسرسی پیدا کړي. خو د فلسطین مشرانو د متحده ایالاتو اقتصادي پلان وغانده، هغوی واېي امریکا غواړي ددې پلان په واسطه هغوی د خپلواک حکومت له لرلو نه بې برخې کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د منځني ختیځ لپاره د واشنگتن پلان پر وړاندې د فلسطینانو غبرگون

منتقدین وایي داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره غواړي د فلسطینیانو مسله له فلسطین څخه واخلي او عربي هیوادونو ته یې ورکړي کوم چې د اسراییلو سره دوامداره دوستانه اړیکي لري. دوی واېي داسې یو پلان چې په هغه کې د فلسطینیانو اراده په پام کې نه وي نیول شوي د بریالیتوب امکان نلري.

فلسطین له امریکا سره هغه وخت خپلې اړېکې قطع کړې چی په ٢٠١٧ کال کې د ټرمپ ادارې بیت المقدس په رسمي ډول د اسراییلو د پلازمینې په توگه وپیژند.