بریتانیا د کډوالو د نیولو او روانډا ته لیږلو بهیر اعلان کړ

بریتانیا وايي، بې اسناده کډوال له نیول کېدو وروسته روانډا ته لیږل کیږي.

بریتانیا د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) اعلان وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې د غیرقانوني کډوالو د نیولو او روانډا ته د لیږلو بهیر پیلوي.

د بریتانیا پارلمان د دوشنبې په شپه روانډا ته د کډوالو د استولو طرحه تصویب کړه چې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د ملاتړو ډلو قهر یې پارولی دی.

د دې نوي قانون موخه له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوبو له لارې د کډوالو د غیرقانوني اوښتو مخنیوی ښودل شوی دی. د دغه قانون له تصویب څو ساعته وروسته د فرانسې پولیسو د بریتانیا او دغه هېواد ترمنځ په اوبو کې د یو ماشوم په ګډون د پنځو کډوالو د مړینې خبر ورکړ.

د نوي قانون له مخې، بې اسناده پناه غوښتونکي چې برتانیا ته ځي، روانډا ته استول کېږي او هلته د دوی د پناه غوښتنه څېړل کېږي او د منل کېدو په صورت کې به په روانډا کې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړي.

دا مطلب هم ولولئ افغان پناه غوښتونکي له فرانسې څخه بریتانیا ته تګ 'مرګ سره لوبه' بولي

د بريتانيا صدراعظم ريشي سونک ويلي دي چي د پناه غوښتونکو د نیولو پروسه په راتلونکو څو ورځو کې په لاره اچول کیږي چې روانډا ته د لیږلو پروازونه به یې په راتلونکو څو اونیو کې پیل شي.

روانډا د دغه قانون د تصویب کیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغو کډوالو د راتلو انتظار باسي.

د بریتانیا د نوي قانون موخه له فرانسې څخه د اوبو له لارې بریتانیا ته د کډوالو د غیرقانوني اوښتلو مخنیوی ښودل شوی دی.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او کډوالو د چارو ادارو ویلي چې دا اقدام د قانون حاکمیت ګواښي او په نړۍ کې "خطرناک" بهیر رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو له بریتانیا غوښتي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو غیر منظم جریان د مخنیوي دپاره د بشري حقونو د نړیوال قانون په رڼا کې اقدامات وکړي.

د اروپا شورا هم د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. خو د بریتانیا صدراعظم ټینګار کړی چې دا قانون به ددغه هېواد او فرانسې ترمنځ په اوبو کې د کډوالو مخه ونیسي او د انساني قاچاق کوونکو ډلو فعالیتونه به ګډوډ کړي.

له بریتانیا څخه روانډا ته د کډوالو د لیږلو طرحه په ۲۰۲۲ کې وړاندې شوه، خو له دغې طرحې سره د مخالفتونو له کبله تراوسه له بریتانیا څخه هیڅ پناه غوښتونکی روانډا ته ندی لیږل شوی.

د ۱۳ میلیون نفوس لرونکی روانډا د افریقا د لویې وچې د نسبي ثبات لرونکو هېوادونو کې شمېرل کیږي. د بشري حقونو ډلو د دغه هېواد ولسمشر پاول کاګامي د اپوزیسیون او بیان د ازادۍ په ځپلو او په هېواد کې د وېرې د فضا په رامنځته کولو تورن کړی دی.