په بلغاریې کې پنا غوښتونکو د پولیسو سره اخ او ډب کړی

د بلغاریې پولیس وایی دا پیښه د دې هیواد په جنوب کې د مهاجرینو او پنا غوښتونکو په یو کمپ کې شویده. پولیسو د پیښې په تړاو تقریباً دوه سوه مهاجر نیولي دي.

پولیس وایي شاوخوا دوه زره پنا غوښتونکو او مهاجرینو په پولیسو د تیږو وارونه کول، د موټرو ټایرونو او په کمپ کې دننه میزونو او څوکیو ته یې اور اچولی و.

پدغه کمپ کې چې د ترکیې سرحد سره نږدې موقعیت لري، تقریباً درې زره کسان پکې پراته دي چې اکثره یې افغانان او سوریایان دي.

په کمپ کې پرتو افغانانو تیره میاشت هم مظاهره کړې وه او غوښتل یې چې د اروپا په لور د سفر کولو اجازه دې ورته ورکړل شي.

د بلغاریې د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې پدې هیواد کې ټول ټال دیارلس زره افغان پنا غوښتونکي او مهاجر پراته دي.

د بلغاریې د کورنیو چارو وزارت وایي چې پولیسو د پنا غوښتونکو د تیت او پرک کولو لپاره اوښکي بهوني ګاز اسعمال کړ.

د بلغاریې چارواکو دغه کمپ پدې خاطر د نورو خلکو نه بیل کړی و چې د ساري ناروغیو د خپریدو خطر پکې موجود و خو د مهاجرینو ادارې بیا وایي چې د کمپ د قرنطین کولو لپاره داسې کوم دلیل نه . دغه ادارې وایي چې د بلغاریې چارواکو د ځایي خلکو د شکایتونو له وجې د مهاجرینو دا کمپ قرنطین کړی و.