پمپیو وايي په افغانستان کې د سولې هیله شته

له وزیر کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی پمپیو کابل ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې افغان چارواکو سره له خبرو وروسته وویل چې طالبانو دا خبره درک کړې ده چې د جنګ له لارې نشي کامبېدی.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره هیله شوې ده. ښاغلي پمپیو نن (دوشنه جولاۍ۹) کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر غني او یو شمیر نورو جګپوړو افغان چارواکو سره ولیدل.

د هغه د دغه سفر په اړه له مخکې رسنیو ته څه ویل شوي نه وو. نوموړي وویل چې د افغان حکومت د اوربند له اعلان وروسته اوس د سولې هیله پیدا شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د رسیدو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کنفرانس کې وویل "زیات شمیر طالبان اوس پوهیدلي چې د جګړې په ډګر کې بریالي کیدلی نه شي، دا مسئله د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍسره ژوره اړیکه لري."

خو ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې باید دقت وشي او لا هم ډېر کار پاتې دی.

د ښاغلیو غني او پمپیو ګډ خبري کنفرانس دلته وګورئ: