په خیبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۴) وویل چې پر یوې امنیتي پوستې باندې د وسله والو په برید کې ۱۴امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
پېښه د ډیورنډ کرښې په ۷۰ کیلومترۍ کې د ډیره اسماعیل خان په دارابان ښارګوټي کې شوې او د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)" وسلې والې ډلې ادعا کړې چې برید دوي کړی.
په سیمه کې د پولیسو افسر عبدالروف وویل چې بریدګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو هغوی توانېدلي چې د اضافي امنیتي ځواکونو له ور رسېدو وړاندې له خپلو زخمیانو او وژل شویو ملګرو له جسدونو سره له سیمې وتښتي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په یو بیان کې د پولیسو په وژل کېدو خواشيني او د اغیزمنو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د پاکستان په شمال لویدیځه پخوانۍ قبایلي سیمه کې د پاکستاني طالبانو ډله وخت په وخت ددغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر پوستو او ګزمو باندې بریدونه کوي.
د دیره اسماعیل خان د برید څو ساعته وړاندې د خیبر پښتونخوا په باجوړ او د پنجاب په میا والي کې هم بریدونه شوي دي. د پاکستان امنیتي مقاماتو ویلي چې په دغو دوو بریدونو کې ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.
په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي.
د ټي ټي پي په اړه باور کیږي چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري. اسلام اباد ادعا کوي چې دغه ډله په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. خو په کابل کې د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې ده.
ددې راپور په چمتو کولو کې د فرانس پرس، اسوشیټډ پرس او رویټرز اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.