مظاهره کوونکو بغداد کې د امریکا د سفارت سیمه پریښوده

مظاهره کوونکي او د ایران له ملاتړ څخه برخمن ملیشه د وتلو په حال کې

د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا سفارت په محوطه کې حالت نن پنجشنبه د ( جنوري ۲ مه ) د تیرو دوو ورځو په پرتله آرام وو.

وروسته له هغه چې له کویټ څخه امریکايي سمندري ځواکونه او جنگي هليکوپترې په بغداد کې د امریکا سفارت ته ورسیدې په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنې ملیشه ډلې کتائب حزب الله لوړپوړو مشرانو خپلو پلویانو ته د سفارت څخه د وتلو امر وکړ.

چورلکو ټوله ورځ د سفارت پر فضا ګزمې وکړي خو د ملیشو مشران دا ردوي چې دوی د فشار له امله وتلي دي.

د کتائب حزب الله ویاند محمد محي وویل:"موږ ددې پروا نلرو چې الوتکې زموږ په سر پرواز کوي او نه هم دا راته مهم دي چې امریکا نور پوځیان راولي. برعکس دا د امریکا حکومت ته یوه رواني او ذهني ماته ده."

د تیارسي امر وروسته له هغه وشو چې ملیشه جنګیالیو او د هغوی پلویانو د سه شنبې په ورځ پر سفارت برید وکړ.

هغوی په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشو پر پنځو مرکزونو د امریکا د هوايي بمباریو په غبرګون کې د سفارت په محوطه کې کړکۍ ماتې کړې او ځينو برخو ته یې اور ورته کړ.

جمهور رئیس ټرمپ د سه شنبې په ورځ ټویټ وکړ او ویې ویل چې ایران په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید رهبري کوي. هغه وویل ایران ددې کار بشپړ مسولیت لري خو د نوی کال په لومړی یې جګړه غوره اقدام ونه باله.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د چهار شنبې په ورځ ځواب ورکړ او ویې ویل دا مظاهرې له ایران سره هیڅ ربط نلري.

په امریکا کې کارپوهان وايي پر سفارت برید له عراق څخه د امریکا د ایستلو لپاره یو پلان شوی کار و چې کیدای شي ناوړه پایلې ولري.