امریکا کې بیسارې سړې هوا ۲۰ تنه مړه کړي

یو سخت او بیساري ژمني طوفان چې سختې واورې هم ورسره مل وې، د امریکا په متحده ایالاتو کې لږ تر لږه ۲۰تنه مړه کړي او په میلیونونو خلکو ته یې بریښنا قطع کړې ده.

د امریکا په جنوبي ایالتونو کې دغه طوفان د بریښنا د شبکو د قطع کیدو او د هوا د سړیدو سبب شوی چې په ځینو سیمو کې د هوا درجه د سانتي ګراد منفي ۳۹درجو ته رسیدلې ده.

د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶د امریکا د شمالي کارولاینا په یو ښار کې درې تنه د بوړبکۍ په وجه مړه شوي او څلور تنه دننه په یو کور کې د لرګیو د سوزولو په وجه چې د اورلګیدنې سبب شوی و مړه شوي دي. همداشان ټرافیکي پیښې او په کاربن ډای اکساید ګاز باندې مسموم کیدل د مړینو نور عوامل ګڼل شوي دي.

په تکزاس ایالت کې د ماشومانو د یو روغتون د مسولینو په وینا چۍ لږ تر لږه په کاربن ډای اکساید باندي مسموم شوي ۱۳ماشومان په کې درمل شوي، کورنیو د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ګازو له بالونونو نه استفاده کوله چې دا کار د هغوی د مسمومیت سبب شوی دی.

سربیره پر دې دغه طوفان د کروناویروس ضد واکسیناسیون د بهیر د ځنډیدو سبب شوی هم دی. د امریکا د متحده ایالاتو حکومت ویلي چې ډیر احتمال شته چې ځپل شویو ایالتونو ته د واکسین د انتقالولو بهیر وځنډول شي.

د بریښنا د نشتوالي له درکه د تکزاس ایالت تر ټولو زیات زیان لیدلی دی او شاوخوا څلور میلیونه کورونه او سوداګریو ته بریښنا قطع شوې ده. ددې سربیر په مکسیکو کې هم څلور میلیون کسانو ته بریښنا قطع شوې ده.

د تکزاس ایالت شاوخوا ۶۰جنراتورونه د بیړنیو حالاتو د فدرالي ادارې نه غوښتي چې روغتونونو او د د ډیر عمر لرونکو کسانو د اوسیدنې کورونو ته بریښنا برابره کړي.

د هوا زیات سړیدل ددې سبب شوي چې په طوفان ځپلو ایالتونو کې ښوونځي وتړل شي.