په کندهار کې د ماین چاودنې لږ تر لږه ١١ تنه وژلي

د کندهار ښار

د کندهار په شمال خاکریز ولسوالۍ کي د ملکي وګړو پر موتر د سړک غاړي ماین چاودلې او شاوخوا ۲۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ (چنگاښ ٢۴) د غرمې په دوو بجو د کندهار ښار او خاکرېز د لويي لاري په اوږدو کې په درازاب سیمه کي شوې ده.

د کندهار امنيه قوماندان تادين خان د امریکا غږ اشنا راديو ته وويل چي په پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۱ ته اوچت شوی او ۳۴ په کې ټپيان دي.

د کندهار امنیه قوماندان دا هم وایي چې وژل شوي کسان د هلمند اوسيدونکي دي چي د شاه آغا زيارت ته راغلی وو.

د کندهار والي حیات الله حیات هم دغه چاودنه تائيد کړې او ویلي يې دي، چي چاودنه پر یو مازدا موټر شوې ده.

د ښاغلي حیات په وینا په دې موټر کي ناست یو شمیر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د کندهار والي پداسې حال کې چې دا چاودنه د وسله والو طالبانو کار بولي، زیاتوي چې ټپيان سمدستي د کندهار ميرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.