په کندهار کې د ماین چاودنې مرگ ژوبله اړولې

عکس ارشیف - په کندهار کې یو پولیس د دندې پر وخت

پولیس وایي په کندهار کې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ په چینارتو سیمه کې نن د جمعې په ورځ (مارچ ٢٢) له غرمې مخکې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر یو موټر د سړک د غاړې ماین چاودیدلی چې په پیښه کې یو تن وژل شوی او څور نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال د رپوټ له مخې دغه کسان ټول د یوې کورنۍ غړي وو چې غوښتل د نوي کال د لمانځلو لپاره له یوې سیمې نه بلې سیمې ته ولاړ شي.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د امریکا غږ ته وویل چې دغه ماین د دولت د وسله والو مخالفینو له لورې ځای پر ځای شوی و چې ملکي وگړي په کې ووژل شول. هغه زیاته کړه چې امنیتي قواو د پیښې ټپیان روغتون ته لیږدولي دي.

د شاولي کوټ ولسوالۍ د کندهار په شمال ٧٠ کیلومترۍ کې پرته یوه تفریحي سیمه ده چې د ډهلې بند په کې موقیعت لري او په زرگونو خلک دغې سیمې ته د میلې لپاره ځي.

د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې طالبان په ماین الوتي

د کندهار امنیتي مقامات وایي د ډیورند کرښې ته نژدې د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په مینونو ډک یو موټر چاودیدلی چې په کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار شورابک ولسوالۍ

د رپوټونو له مخې دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې وسله والو طالبانو د سرحد له بلې غاړې نه مینونه افغانستان ته راوړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددغو پښو په هکله څه ندي ویلي.