کابل کې د ماین چاودنو د ملي اردو ۶ منسوبین ټپیان کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د ماین چاودنو د ملي اردو شپږ سرتیري ټپيان کړي دي.

د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي، دوه مقناطیسي ماینونو، چې د ملي بس ریاست اړوند سرک کې د بریښنا په یوې ستنه کې ځای پر ځای شوي وو چاودنه کړې ده.

په بیان کې راغلي "دوه مقناطیسي ماینونه چې د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند ملي بس په سرک د افغانستان د دښمنانو له خوا د بریښنا په ستنه کې ځای پرځای شوي وو، چاودنه کړې، چې له امله یې د ملي اردو شپږ ځواکونه برسیرن ټپیان شوي دي".

خو د کابل پولیس وايي نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د دغه ښار د لومړي مکروریان په سیمه کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، ماین یو موټر پورې نښلول شوی وو.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې هغوی په مکروریانو کې د دریو پرله پسې چاودنو غږ اوریدلی، خو ښاغلي مجاهد په سیمه کې د نورو چاودنو خبر تائید نه کړ.

د پیښې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.