هرات کې د ماین چاودنې څلور ملکیان وژلي

د افغان ماین پاکۍ د موسسو د راپور له مخې اوس هم په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۱۸۰ تنه د ماین د پیښو قرباني کیږي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، نن د پنجشنبې په سهار ( لیندۍ ۲۹ مه)د دغه ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د چشت شریف په ولسوالۍ کې بزګرانو نن سهار وختي په پټیو کې کار کوه، چې د هاوان یوه پخوانې ګولۍ ور باندې وچاودیدله او څلور بزګران یې ووژل.

هغه وویل، د هاوان دا ګولۍ د پخوانیو جګړو څخه په دغه سیمه کې پاتې وه او کله، چې نن یو شمیر بزګرانو په خپلو پټیو کې کار کوه د هاوان ګولۍ وچاودیدله، چې درې نور بزګران یې ټپیان هم کړل.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، ټپیان د چشت شریف د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

افغانستان کې په نړۍ کې ترټولو زیات د ځمکې لاندې ماینونه ښخ دي.

افغانستان کې د ۱۹۷۹ کال راهیسې د جګړې له پیل سره د ښکیلو خواو له خوا ماینونو کارول پیل شوي، چې د یو اټکل له مخې په دغه هیواد کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماینونه ښخ شوي دي.

په ۱۹۸۹ کال کې ملګروملتونو په افغانستان کې د ماین پاکۍ کارپیل کړی،خو د ملګروملتونو په ملاتړ د ماین پاکۍ د افغان موسسو د شمیرنو له مخې اوس هم د دغه هیواد په ۲۰ فیصده خاوره کې ماینونه ښخ دي، چې له امله یې په اوسط ډول د ورځې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوړي.

د "اېم ډي سي" په نامه د ماین پاکۍ یوه موسسه وایي، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال او له کورنيو جګړو راهيسې پاتې شوي ماینونه او د سړک غاړې نوي ښخ ماینونه هر میاشت تر ۱۸۰ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ماین پاکۍ موسسې وايي، د پخوانیو ماینونو د شتون ترڅنګ په جګړه کې د ښکلیې غاړې د نوو ماینونو څخه هم کار اخلي، چې اکثره د ملکي وګړو د مر ژوبلې سبب ګرځي.