هلمند او غور کې د ماین چاودنو ۱۳ ملکيان وژلي

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن سهار د ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکیان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۰ (غوايي ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې په دې چاودنه کې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي هم دي.

د هغه په وینا ټپیان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې چاودنه د لښکرګاه ښار اړوند په بشران سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په موټر شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د چاودنې مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغه ماین وسله‌والو طالبانو د سرک په غاړه ځای پر ځای کړی و.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د پېښې مسولیت هم تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي په یو بیان کې دا پېښه بشري ضد جنایت بللی او د غندنې ترڅنګ یې د ښځو او ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په غور کې د ماین چاودنه

د غور په ولایت کې هم د میان په چاودنه کې څلور ملکي ږګړي وژل شوي دي. د غور د والي مرستیال حبیب‌الله رادمنش، د امریکاغږ ته وویل چې دغه چاودنه د خارستان پوستې په شاوخوا کې شوې او د ملکي وګړو یو موټرسایکل په ماین والوت.

د ښاغلي رادمنش په وینا ددې پیښې قربانیان د یوې کورنۍ پلار، مور او دوه ماشومان یوو.

تیره ورځ هم په همدې سیمه کې د ملکي وګړو یو موټر پر ماین ختلی و چې د غور د والي د مرستیال په وینا څلور ملکي وګړي په کې مړه شوي وو.

مقامات افغان طالبان را در قبال این ماین‌گذاری‌ها مسوول خوانده، اما طالبان تاکنون در این موارد چیزی نگفته اند.