کانونو محافظت کميټې په ۵۸۴ ساحو کې کانونو د سپړلو مخه نیولې

افغان حکومت شاوخوا لس کاله وړاندې د یو چینايي شرکت سره د لوګر مس عین د کان د سپړلو تړون لاسلیک کړی خو تراوسه پرې کار نه دی پیل شوی.

د کاونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د محافظت د کمیټې د هڅو په پایله کې د افغانستان په ۵۸۴ ساحو کې په غیر قانوني ډول د کانونو د سپړلو مخه نیول شوې ده.

د "کانونو د محافظت" په کمیټه کې چې په دې وروستیو میاشتو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حکم دکانونو او پټرولیم د وزارت په مشرۍ جوړه شوې، د ملي امنیت شورا، د کانونو، دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو استازي برخه لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ اشنا رادیو سره په مرکه کې وویل، چې په دغو ۵۸۴ ساحو کې یو شمیر هغه ساحې هم شاملې دي، چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې دي.

ښاغلي مطفي وویل " د مخافظت کمیټه یوه صلاحیت لرونکي کمیټه ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ د امنیتي ادرو د استازو په ګډون جوړه شوې،په دې کمیټه کې امنیتي ارګانوونه د کانونو د محافظت لپاره کار کوي".

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل، له دغو ساحو ساختماني مواد، صنعتي مینرالونه لکه تالک، مرمر او کرومایټ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او د ډبرو سکرو د ایستل کیدل.

ښاغلي مطفي وویل، چې دا ساحې د کابل ولایت په ګډون د ننګرهار،میدان وردګ، غزني،کندهار، تخار،بغلان او یو شمیر نورو ولایتونو کې پرتې دي.

هغه وویل د دغو غیر قانوني کیندلو په تړاو له درې سوو زیات کسانو څخه دغې کمیټې تعهد لیکونه هم اخیستي دي، چې بیا په دغسې غیر قانوني جارونو کې ښکیل نه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر قانوني کیندنو د مخنیوي په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې اوس هم د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ګډون سمیه ییز زورواکي او په ډیرو برخو کې عام سیمه ییز اوسیدونکي د کانونو په غیر قانوني راسپړلو بوخت دي.

د شفافیت د څار ادارې تورلګوي، چې د افغان حکومت په دننه کې یو شمیر فاسد مامورین او د پارلمان یو شمیر غړي هم د کانونو په غیر قانوني سپړلو کې لاس لري.

خو افغان حکومت او پارلمان استازي دا ډول تورونه ردوي.

افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه خورا غني هیواد ګڼل کیږي، خو تراوسه د دغه هیواد د طبیعي شتمنیو څخه چندانې ګټه نه ده اخیستل شوې.

افغان حکومت په تیرو ۱۸ کلونو کې د لوګر د مس عینک د کان په ګډون د ګوتو په شمیر کانونو قراردادونه د بهرنیو او افغان شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د کانونو د چارو یو شمیر ماهرین په دې باور دي، چې د نورو عواملو سربیره اوږدې جګړې په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې د پانګونې مخه نیولې ده.