د افغانستان د مالیې وزیر استعفی ورکړه

اکلیل حکیمي وویل، په خپله خوښه او له کوم فشار پرته یې د مالیې وزارت له څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده، چې ولسمشر غني هم منلې ده

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي ویلي چې د مالیې وزیر په توګه یې له خپلې دندې استعفی ورکړې او ولسمشر محمد اشرف غني هم منلې ده.

ښاغلي حکیمي وویل، چې سبا چهارشنبه به د خپلې وروستۍ کاري ورځې په توګه د کابینې په غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلی حکیمي چې ولسمشر غني ته له نږدې کسانو څخه شمیرل کیږي وایي، د بیلابیلو لاملونو لکه، شخصي ژوند او کورنۍ ته د وخت ورکولو له امله یې، په خپله خوښه او له کوم فشار پرته له دندې استعفی ورکړې ده.

دا په تیره یوه میاشت کې د افغانستان د کابینې دویم غړی دی، چې له خپلې دندې استعفی ورکوي.

له دې مخکې د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري، چې د ولسمشر غني د ډلې له خوا وزیر شوی وو، له خپلې دندې استعفی ورکړه.

دغه راز ښاغلي غني د جوزا په شلمه د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزیر علي احمد عثماني، چې د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله له خوا معرفي شوی وو، د منفکۍ حکم صادر او له دندې ګوښه کړ، خو اجرائیه ریاست یې په هماغه ورځ د ښاغلي عثماني د ګوښه کیدو مخالفت وکړ.

اکلیل احمد حکیمي په ۱۳۹۳ کال کې وروسته له هغې چې له ولسي جرګې څخه يې د باور رایه ترلاسه کړه د مالیې وزیر وټاکل شو.

مالیې وزارت کې اصلاحات

ښاغلي حکیمي وویل، چې د خپلې کاري مودې په اوږدو کې یې په مالیې وزارت کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستي دي.

هغه له افغان ولسمشر څخه مننه وکړه، چې په دغه وزارت کې یې د اصلاحاتو په تړاو د هغه اقدامات منلي دي.

ښاغلي حکیمي وویل چې د ملي وحدت حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی دی.

د هغه پر وینا په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان کلني عواید له سلو میلیاردو څخه ښکته وو، خو تیر کال دغه شمیر ۱۷۰ میلیاردو افغانیو ته رسیده چې ۷۰ فیصده ډیروالی ښيي.

ښاغلي حکیمي وویل"کومه ارزونه چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وشوه چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې بشپړه شوه وړاندوینه کیږي چې د ۱۸۰ تر ۲۰۰ (میلیارد افغانیو) پورې زموږ عواید رسیږي".

همدارنګه ښاغلي حکیمي وویل، چې تیره ورځ نړیوالو مرستندویانو په لیکلې بڼه ژمنه کړې چې ۲.۵ ملیارده امریکایي ډالره به په راتلونکو دریو کلونو کې د افغانستان د بیا رغونې له صندوق سره مرسته وکړي.