کورنیو چارو وزارت له مالیې نه ورکوونکو د وسلو جواز اخلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کسان چې نومونه یې د مالیه ورکوونکو په لیست کې ثبت نه وي د وسلې جواز به یې لغوه شي.

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د«مرغومې پر ۲۳مه» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي تر څو چې یاد کسان د خپلې مالیې د شفافیت په اړه د مالیې وزارت تصدیق دوی ته وړاندې نه کړي د وسلو جواز به ورته توزیع نشي.

دغه وزارت ویلي یوازې به هغو کسانو ته د وسلو جواز ورکړي چې نومونه یې د مالیې وزارت د مالیه ورکونکو کسانو په لېست کې شامل وي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کار به نه یوازې د افغانستان د ملي عایدو له زیاتوالي سره مرسته وکړي بلکې د هغو پټو او نه واضح شوو سرمایو په اړه چې د افغانستان د مالیاتي نظام څخه لیري دي په پیدا کولو کې مرسته وکړي.

دغه وزارت وايي، چې زرګونو تنو په کابل او ولایتونو کې په دې بهانه چې شخصي امنیت یې په خطر کې دی شخصي ساتونکي نیسي او سلګونه نور کسان د وسلو جواز اخیستلو غوښتنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د عامه نظم راوستلو په هدف یو شمېر اقدامات تر سره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دغه وزارت د غیر دولتي‌ کسانو لخوا د موټرونو په باډیو کې د ساتونکو پر کېنولو او په کور او ښار کې د نیمه درنو وسلو پر ګرځولو او ساتلو بندیز لګولی و.