په تازه عملیاتو کې مو ۶۱ ترهګر وژلي- دفاع وزارت

Afghan Airforce

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۰ ولایتونو کې ۶۱ جنګیالي وژلي، ۵۶ ټپیان کړي اونهه نور یې ژوندي نیولي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دغو جنګیالیو کې یې دېر یې طالب اورپکي دي. اعلامیه وايي چې وژل شوي کسان په زابل، ارزګان، لوګر، غور، فاریاب، تخار، بلخ، هلمند، میدان وردګ او پکتیکا ولایتونو کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې په نښه شوې دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې هوايي ځواک د افغان ځواکونو ملا تړلې ده او ګټور وو. دوی وايي په مشخصه توګه د لوګر په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د هوايي او چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۰ جنګیالي وژل، یو ټپي دی او ۴ ژوندي نیول شوې دي.

همدا شان د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۳ طالب جنګیالي وژل او د ماین جوړونې یوه کارخانه هم له منځه وړل شوې ده.

بلخوا د ملي اردو ځواکونو وايي د بغلان په کیله ګي کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر له منځه وړی دی،په شمال کې د افغان پوځ یو مسول عباس توکلي ادعا کوي چې طالبانو غوښتل په شمال کې د درېمې لوا په قرارګاه برید وکړي.

طالبانو تراوسه د اوښتو تلفاتو په هکله څه ویلي نه دي. افغان چارواکي داسې مهال د لسګونو طالبانو د وژلو خبره کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او مذاکرات خورا چټک شوي دي.

دواړه خواوې هیله ښيي چې ژر یوې پایلې ته ورسیږي.