دفاع وزارت: کندز چهاردره کې دیارلس ملکیان وژل شوي

د کندز د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د چهاردرې ولسوالۍ څخه دغه روغتون ته ۱۲ جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۹ مه)، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره ورځ د کندز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې دیارلس ملکي وګړي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاند سرپرست جنرال محمد رادمنش وویل، چې دا پیښه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د یوې سختې جګړې په ترڅ کې د رباط په سیمه کې پیښه شوې ده.

جنرال رادمنش وویل، په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه، چې افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه، کله، چې افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو عملیات ترسره کړل په عملیاتو کې په دغه سیمه کې ملکي وګړو ته د سر زیان واوړیده.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند وویل، چې د دغې پیښې د پلټنې لپاره یو پلاوی کندز ته تللی دی.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۸ مه) د چهاردرې ولسوالۍ د رباط په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا عملیات ترسره شول، چې له افغان ځواکونو سره په دغو عملیاتو کې هوايي ځواکونو هم برخه لرله.

اوسیدونکي وايي، دغو ښځو او ماشومانو د رباط په سیمه کې د جګړې څخه یو کور ته پناه وړې وه، چې پرې بمبارد وشو .

د رباط کلی د چهاردرې ولسوالۍ د بازار او د طالبانو د مرکز "قریه یتیم "په منځ کې موقعیت لري.

د سیمې خلک هم وايي چې د بمبارد شوي کور د پلټنې لپاره کار پیل کړی او یو ماشوم یې له خاورو لاندې نه ژوندی ویستلی دی.

د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر محمد نعیم منګل امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې تیره ورځ د پیښې له ځایه دغه روغتون ته دولس جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوي وو ، چې د پیښې ټول قربانیان ښځې او ماشومان وو.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات د چهاردرې ولسوالۍپه خلازیو سیمه کې شوي، چې په ترڅ کې یې ۲۸ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

امام صاحب کې ۱۲ محلي پولیس وژل شوي

تیره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د امام الدین څلور لارې کې د محلي پولیسو پر پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

امام الدین څلور لارې د ښار شمال لور ته د ښار سره درې کیلومتره فاصله لري، په دغه سیمه کې محلي پولیس د امنیت د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د امام صاحب ولسوال یو تن پولیس چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې د ملي اردو بیز هم ددغې امنیتي پوستې تر څنګ و خو د جګړې پر وخت د مرستې لپاره نه دي ورغلي.

دغه پولیس وايي چې په جګړه کې ۱۲ تنه محلي پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې وسله والو طالبانو په تیرو څو ورځو کې څو پوستې له لاسه ورکړې وې، او ددغو پوستو د نیولو په خاطر جګړه کړې چې ۲ تنه محلي پولیس په کې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.