دفاع وزارت: تسلیم شوو داعشیانو په باب پریکړه دولت کوي

اوړمه ورځ شاوخوا ۲۵۰ داعش وسله وال د جوزجان ولایت د درزاب په ولسوالۍ کې افغان پوځ ته تسلیم شول

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د جوزجان ولایت د درزاب په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې ۲۵۰ تسلیم شوي وسله وال دولتي ارګانونو ته سپارلي او اوس د دغو ارګانونو کار دی، چې د دغو تسلیم شوو داعشیانو په اړه څه پریکړه کوي.

د افغنستان د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په درزاب کې د داعش د ډلې وسله وال د وسلو سره افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

جنرال رادمنش وویل " یوځل لس تنه، بل ځل دولس تنه او همداسې پنځیوویشت او پنځوس تنه مونږ ته تسلیم شوي وو، په دې وروستیو کې د دوي وروستي ګروپونه، چې زمونږد محاربوي عملیاتو له امله ورته پرته د تسلیمیدو بله لاره نه وه پاتې، شاوخوا دوه سوه پنځوس تنه د وسلو، مهماتو او وسایلو سره مونږ ته تسلیم شول او مونږ د تسلیمیدو وروسته هغوی دولتي ارګانونو ته تسلیم کړل او هغوی یې شبرغان ته ولیږدول، اوس ، چې د افغانستان اسلامي دولت د شتو قوانینو له مخې، څه اقدام کوي، تاسو ته به یې په اړه مسول ارګاونونه ځواب درکړي".

اوړمه ورځ د جوزجان ولایت د درزاب په ولسوالۍ کې شاوخوا دوه نیم سوه د اسلامي دولت یا داعش وسله وال په دغه ولسوالۍ کې د میشتو افغان ځواکونو سره یوځای شول.

دغو تسلیم شوو وسله والو څو تنو امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې، چې افغان حکومت ورسره د تسلیمیدو په صورت کې د امنیت د خوندیتوب ژمنه کړې ده.

د دغو تسلیم شوو د اعشیانو قومندانانو مولوي حبیب الرحمن او مفتي نعمت الله ویلي دي، چې د هیڅ یو هیواد له خوا یې ملاتړ نه کیده او د طالبانو سره له جگړو وروسته د حکومتي قواو سره په تفاهم تسلیم شوي دي او له حکومت غواړي چې د امنیت ضمانت یې وشي.

د افغانستان جمهوري ریاست په دې هکله د پوښتنې په اړه امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې مربوطو ادارو سره دې خبرې وکړې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د دغو داعشیانو په تسلیمیدو سره د جوزجان په ولایت کې د داعش ډله له منځه تللې ده.

اسلامي دولت یا داعش د خپلو وسله والو د تسلیمیدو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.